د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د داعش په وړاندې به تر ټولو لویه بریا په ۲۰۱۶م کال کې ترلاسه کړو


د عراق صدراعظم حیدرالعبادي
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي هيله من دی او ژمنه کوي چې د داعش پر وړاندي به تر ټولو لويه بريا په ۲۰۱۶م کال کې ومومي.

ښاغلي عبادي وروسته له هغې چې عراقي ځواکونو رمادي ښار د شاوخوا ۱۸ میاشتو وروسته د اسلامي دولت سخت دريځو له کنتروله خلاص کړ، د ټلوېزیون پر پرده ښکاره شو او په رمادي کې يې د خپل هېواد د ځواکونو بريا وستايله.

هغه د انبار ولايت په مرکز رمادي ښار کې د داعش ډلې له ماتې وروسته وويل چې د دې ښار له تصفيې وروسته به د موصل نوبت وي.

د عبادي په وينا، د موصل ښار بېرته نيول به په عراق کې د داعش ډلې وروستۍ ماته وي او دغه ډله به له منځه ولاړه شي.

ښاغلي عبادي وويل:

"۲۰۱۶م کال به د لويې او وروستۍ بريا کال وي، ځکه چې په عراق کې به داعش ډله له منځه ځي. موږ خپلو خلکو ته په ډاډ وايو چې د موصل د آزادۍ لپاره راځو او د مشرانو خلکو په غوښتنه به دا د داعش وروستۍ له منځه وړونکې ماتې وي."

د دوشنبې په ورځ عراقي ځواکونو د دې هېواد بيرغونه په رمادي کې پر دولتي ودانيو نصب کړل.

تر دې وړاندې داسي راپورونه وو چې رمادي د يکشنبې په ورځ ماسپښين د داعش له حضوره پاک شو.

په دې ښار کې سني اکثريت دي او د ۲۰۱۴م کال په مې مياشت کې د داعش له خوا ونيول شو.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې اوس مهال د کرېسمس د رخصتيانو لپاره هاوايي ته تللی دی، د عراقي ځواکونو د پرمختګ او د رمادي ښار د بېرته نيولو ستاينه کړې ده.

اوباما وويل چې د عراقي ځواکونو له زړورتوبه خوشاله دی او امريکا ژمنه کوي چې د داعش د ماتې لپاره او د دې ډلې د پټنځايونو د له منځه وړلو لپاره به هڅې کوي.

د امریکا دفاع وزير اېشټون کارټر هم عراقي چارواکو ته د رمادي ښار د تصفيې لپاره مبارکي ويلې ده او دا يې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د ماتې په لړ کې يو مهم ګام بللی دی.

امریکايي چارواکي وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د دې هېواد تر مشرۍ لاندې ائتلاف په انبار ولايت کې د عراقي ځواکونو د ملاتړ په مقصد تر ۶۳۰ ډېرې هوايي حملې کړي دي. هغوی همداراز پر دې مهال عراقي ځواکونه روزلي دي او ورته يې نظامي تجهيزات هم برابر کړي دي.

د راپورونو له مخې، اوس مهال په رمادي او شاوخوا سيمو کې کور په کور تلاشۍ دوام لري تر څو له داعش سره اړوند عناصر که هلته وي، وپېژندل شي او ونيول شي.

XS
SM
MD
LG