د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

"راتلونکی کال به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره شي"


د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي؛ د راتلونکي کال د اوړي او مني ترمنځ به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره شي.

له اوږده انتظار او پرله پسې انتقادونو وروسته بالاخره جمهوري ریاست د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو وخت مشخص کړ او دغو انتخاباتو ته یې چمتوالي وښود.

د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي چې اشرف غني د سه شنبې په ورځ د انتخاباتې اصلاحاتو کمیسیون او د کمیشنرانو د غوراوي کمیټې له غړو سره د لیدو پر مهال پرېکړه وکړه چې دغه انتخابات به د راتلونکي اوړي او مني ترمنځ موده کې ترسره شي.

جمهوري ریاست د خپلې خبرپاڼې ترڅنګ په دې اړه د ولسمشر څرګندونې هم رسنیو ته لیږلي او ښاغلي غني ویلي له قانون سره سم دا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دنده ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو دقیقه نېټه مشخصه کړي.

"په بشپړ ډاډ سره تاسې خپل کارونه شروع کړئ؛ څو هغه وروستي ګامونه چې اړین دي؛ لکه د کمېسیونونو اصلاح او د انتخاباتو عملي کېدل اجراء شي؛ دقیقه نېټه باید کمېسیونونه وټاکي، له دې ځایه زه غواړم ښکاره کړم چې دولت چمتو دی چې له قانون سره سم د دقیق تاریخ اعلان کمېسیونونو ته پریږدي."

ولسمشر اشرف غني ویلي، د ولسي جرګې او ولسوالیو تر راتلونکو انتخاباتو پورې به اوسنۍ ولسي جرګه او مشرانو جرګه خپل کار ته دوام ورکوي.

له قانون سره سم د روان لمریز کال په سرطان میاشت کې د ولسي جرګې شپاړسمه کاري دوره پای ته ورسېده او حکومت باید نوي انتخابات کړي وای، خو حکومت د انتخاباتو په بهیر کې د اصلاح لپاره دغه انتخابات وځنډول او د ولسي جرګې کاري موده یې هم تمدید کړه.

بل لورته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې دوی به په نږدې ورځو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو نېټه مشخصه کړي.

د دغه کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید د انتخاباتو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي او دوی ته د دغو انتخاباتو د بودجې او امنیت په اړه ډاډ ورکړي.

"موږ به خپل تقسیم اوقات جوړوو او بیا به په حکومت باندې غږ کوو چې په بودجوي لحاظ او امنیتي لحاظ شرایط برابر کړي؛ انتخابات تنها او تنها د انتخاباتو د کمیسیون کار نه دی، په دې کې هم حکومت باید خپله ونډه واخلي؛ هم ولس او هم مدني ټولنې."

خو د ډیموکراسۍ د څار مؤسسې مشر او د انتخاباتو د کمیسیون د دارلانشا پخواني مرستیال زکریا بارکزي ازادي راډيو ته وویل چې د اوړي او مني ترمنځ د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات وي او له امنیتي پلوه انتخاباتو ته زمینه نه وي برابره.

حکومت په داسې حال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو په اړه چمتوالی ښودلی چې تراوسه د انتخاباتي کمیسیونونو د کمیشنرانو برخه لیک نه دی معلوم.

د انتخاباتو د اصلاح کمیسیون غړو او د حکومت یوشمیر چارواکو له دې وړاندې ویلي چې اوسني کمیسیونونه دوی ته مشروعیت نه لري، خو د کمیسیونونو چارواکي بیا وایي له قانون سره سم دوی څوک له جرمي اثتسنا پرته له دندې نه شي لرې کولای.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG