د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

په مردان کې د انتحاري حملې له امله د وژل شویو شمېر ۱۸تنو ته ورسېد


د خيبر پښتونخوا د مردان ښار په دوسهره چوک کې د پاکستان د شناختي کارډ ورکونې يا نادرا يوه سيمه ييز دفتر ته څېرمه ځانمرګى بريد شوی چې ګڼ شمېر خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د مردان ځايي امنيتي چارواکي وايي؛ دا يو ځانمرګى بريد و چې د سه شنبې په ورځ تر غرمې وروسته هغه وخت وشو چې په دغه دفتر کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه چې په نتيجه کې يې تر دې دمه لږ تر لږۀ ١٨ کسان مړه او تر ٤٠ زيات ټبيان شوي دي.

د دوى په وينا، د پېښې ټپيان يې د مردان ميډيکل کمپليکس او نورو دولتي روغتونونو ته لېږدولي چې ماشومان او مېرمنې هم په کې شاملې دي او په زياتوي چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

که څه هم د مردان امنيتي چارواکي تر چاودنې وروسته د چاودنې د نوعيت او د تلفاتو په اړه متضادې ادعاوې کولې؛ خو د مردان ښار د پوليسو سيمه ييز مشر فيصل شهزاد بيا وروسته د پېښې په اړه له رسنيو سره په خبرو کې تاييد کړه چې دا يو ځانمرګى بريد و او تر دې دمه يې ١٨ کسان وژلي.

نوموړى د پېښې د نوعيت او تلفاتو په اړه وايي:

"د لومړنيو ترلاسه شويو راپورونو داسې ښکاري چې دا يو ځانمرګى بريد و او په موټر سېکل ناست ځانمرګي بريدګر غوښتل چې د نادرا دفتر دننه ننوځي؛ خو کامياب شوى نه دى او د دفتر په دروازه کې يې ځان الوزولى چې په نتيجه کې تر دې دمه ١٨ کسان مړه او تر ٤٠ زيات ټپيان شوي دي."

تر بريد وروسته پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو د پېښې ځاى کلابند کړى او تحقيقات يې هم پيل کړي دي.

مردان خيبر پښتونخوا ايالت ته نزدې پروت ښار دى چې تر پېښور وروسته د دغه ايالت دويم او د پاکستان ١٩ ستر ښار ګڼل کېږي.

په دغه ښار کې د پاکستاني پوځ ګڼ شمېر چهاوڼۍ پرتې دي چې له امله يې په مردان کې هر وخت کلک امنيتي تدابير نيول شوې وي.

په مردان کې دا ځانمرګى بريد په داسې وخت کې شوى چې د پاکستان امنيتي ځواکونو له تېر ٢٠١٤م کال راهيسې په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي.

پوځ ادعا کوي چې په دې عملياتو کې يې ګڼ شمېر ترهګر وژلي او د هغوى نېټ يې ورک له منځه وړى دى.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف، د کورنيو چارو وزير او نورو سياستوالو د مردان کې په نادرا دفتر کې ځانمرګى بريد غندلى او د پېښې د بېړنيو تحقيقاتو امر يې ورکړى دى.

د يادنې وړ ده چې تر دې دمه لا په مردان کې د دغه ځانمرګي بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

پخواني معلومات:

د خېبر پښتونخوا د مردان ښار په دوسهره چوک کې د پاکستان د شناختي کارډ ورکونې يا نادرا يوه سيمه ييز دفتر ته څېرمه انتحارې حمله شوې چې ګڼ شمېر خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د مردان ځايي امنيتي چارواکي وايي، دا يوه انتحاري حمله وه چې د سې شنبې په ورځ تر غرمې وروسته هغه وخت وشوه چې په دغه دفتر کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه چې په نتيجه کې يې تر دې دمه لږ تر لږۀ ١٢ کسان وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټبيان شوي دي.

د دوى په وينا، د پېښې ټپيان يې د مردان ميډيکل کمپليکس او نورو دولتي روغتونونو ته انتقال کړي دي چې ماشومان او مېرمنې هم په کې شاملې دي او په خبره يې، په دوى کې د ډېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

که څه هم د مردان امنيتي چارواکي تر چاودنې وروسته د چاودنې د نوعيت او د تلفاتو په اړه متضادې ادعاوې کولې، خو د مردان ښار د پوليسو سيمه ييز مشر فيصل شهزاد بيا وروسته د پېښې په اړه له رسنيو سره په خبرو کې تاييد کړه چې دا يو ځانمرګى بريد و چې تر دې دمه يې ١٢ کسان وژلي.

نوموړى د پېښې د نوعيت او تلفاتو په اړه وايي:

"د لومړنيو ترلاسه شوو راپورونو داسې ښکاري چې دا يو ځانمرګى بريد و او په موټر سېکل ناست ځانمرګي بريدګر غوښتل چې د نادرا دفتر دننه ننوځي، خو کامياب شوى نه دى او د دفتر په دروازه کې يې ځان الوزولى چې په نتيجه کې تر دې دمه ١٢ کسان مړه او تر ٣٠ زيات ټپيان شوي دي."

تر بريد وروسته پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو د پېښې ځاى کلابند کړى او تحقيقات يې هم پيل کړي دي.

مردان خيبر پښتونخوا ايالت ته نزدې پروت ښار دى چې تر پېښور وروسته ددغه ايالت دويم او د پاکستان ١٩ ستر ښار ګڼل کېږي.

په دغه ښار کې د پاکستاني پوځ ګڼ شمېر چهاوڼۍ پرتې دي چې له امله يې په مردان کې هر وخت کلک امنيتي تدابير نيول شوې وي.

په مردان کې دا ځانمرګى بريد په داسې وخت کې شوى چې د پاکستان امنيتي ځواکونو له تېر ٢٠١٤م کال راهيسې په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي.

پوځ ادعا کوي چې په دې عملياتو کې يې ګڼ شمېر ترهګر وژلي او د هغوى نېټ يې ورک له منځه وړى دى.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف، د کورنيو چارو وزير او نورو سياستوالو د مردان کې په نادرا دفتر کې ځانمرګى بريد غندلى او د پېښې د بېړنيو تحقيقاتو امر يې ورکړى دى.

د يادنې وړ ده چې تر دې دمه لا په مردان کې ددغه ځانمرګي بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG