د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

"د تشدد لار خپلوونکو عناصرو پرضد به ګډ چلند کوو"


افغان چارواکي او د پاکستاني پوځ سرلښکر خپله خاوره د يو بل پرضد په نه کارولو، د پولې په دواړو غاړو کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د استخباراتي معلوماتو په شريکولو او همدا راز د هغو عناصرو پر ضد په ګډ چلند سلا شوي چې د تشدد لار خپلوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف د يکشنبې په ورځ د يو ورځني سفر په ترڅ کې کابل ته لاړ او هلته يې د دې هېواد د ولسمشر په ګډون له يو شمېر سياسي او پوځي مشرانو سره په ليدنو کې په ځينو مهمو مساېلو خبرې او يو شمېر پريکړې وکړې.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې پر همدې ورځ ناوخته په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې ښاغلي راحيل شريف له افغان چارواکو سره د امنيتي مساېلو، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او د افغانستان د سولې د بهير په اړه خبرې کړي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي:

"دواړه غاړې په دې سلا شول چې د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې دې د ټولو ګډونوالو د مشخصو مسوولیتونو په درکولو سره د یوې کوټلې لارې د نقشې د تدوین لپاره د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د هېوادونو تر منځ لومړنۍ څلور اړخیزه ناسته جوړه شي، څو د افغانانو په مشرۍ و رهبرۍ د سولې د پروسې د کاميابۍ لارې چارې وسنجوي او ددې ملاتړ وکړي."

د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازيو د دغې څلور اړخيزه کمېټې د جوړېدو پرېکړه په روانه مياشت کې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د ايشيا زړه کنفرانس پر مهال وشوه چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو او د يو شمېر نورو هغو استازو په کې ګډون کړى و.

ښاغلي شريف همدا راز له افغان چارواکو سره په ليدنه کې پر پوله د ترهګرو د ازادانه تګ راتګ د مخنيوي لپاره د يوه مؤثر مېکانېزم او ښې همکارۍ ټينګار کړى دى.

خبر پاڼه همدا راز کاږي چې دواړه غاړې په دې سلا شول چې د طالبانو له هغو ډلو سره به د سولې او خبرو بهیر ته چې مذاکراتو او پخلاینې ته لېواله دي ادامه ورکړي او هغه ډلې چې تشدد او تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي له هغوی سره به د هغه چوکاټ له مخې چلند وشي چې دواړه لوري پرې توافق وکړي.

د پوځ سرلښکر په داسې وخت کې کابل ته سفر وکړ چې د روان کال په جولايي کې د ملا عمر د مړينې د راپورونو راښکاره کېدو له امله د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو تر ځنډېدو او همدا راز په افغانستان کې د ترهګريزو بريدونو د ډېرېدو له امله د اسلام اباد او کابل تعلقات يو څه خراب شوي وو.

خو دا تعلقات تر هغې وروسته لږ څه نارمل شول چې د روانې مياشت په ٨مه او ٩مه نېټۀ په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د ايشيا زړه کنفرانس جوړ شو چې د افغانستان ولسمشر په کې ګډون وکړ او همدا راز يې له صدراعظم نواز شريف سره هم وکتل.

دا له تېرو اوو مياشتو وروسته افغانستان ته د راحيل شريف لومړى سفر و. تر دې مخکې نوموړي د روان کال په مۍ کې کابل ته تللى و.

د يادونې وړ ده چې د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوهان کابل ته د ښاغلي شريف دا سفر د افغانستان د سولې د پروسې لپاره مهم بولي او وايي چې ښايي ښې نتيجې به ورکړي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG