د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د روسیې ولسمشر د طالبانو له مشر سره کتلي


راپورونه وايي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د طالبانو له مشر سره کتلي دي.

د راپورونو له مخې ولسمشر پوتین په تاجکستان کې د طالبانو له مشر سره کتلي او له داعش ډلې سره د ګډې مبارزې پر لارو چارو یې خبرې ورسره کړي.

په همدې حال کې د افغان حکومت یوه مقام په کابل کې د روسیې له سفیر سره په کتنه کې د روسیې او طالبانو تر منځ پر تماسونو اندیښنه ښودلې.

د برتانیا چاپ سنډې ټایمز خپرونه د طالبانو د یوه جګپوړي مقام له قوله راپور ورکوي چې وايي، ولسمشر ولادیمیرپوتین په تېره سپټمبر میاشت کې د طالبانو له مشر ملااخترمحمدمنصور سره په پټه وکتل.

راپور د دې مقام له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی زیاتوي چې په دې کتنه کې له طالبانو څخه د روسیې د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.

روسیې له دې مخکې د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیا ته د وسله والو د نفوذ په اړه اندیښنه ښودلې وه.

د اخترمحمدمنصور په مشرۍ د طالبانو د ډلې یوه جګپوړي مقام سنډې ټایمز ته ویلي چې روسیې په هلمند ولایت کې د طالبانو په لاس د څو مهمو ولسوالیو له سقوط مخکې دې ډلې ته د وسلو او مالي ملاتړ ډاډ ورکړی و.

په همدې حال کې د افغانستان د استخباراتو یو مقام د طالب مشرانو او روسي چارواکو ترمنځ د کتنې راپورونه تاییدوي.

دې مقام چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي هویت یې افشا شي د کشفي معلوماتو په حواله ازادي راډیو ته وویل، د کوټې د شورا یوه غړي- چې په غالب ګومان ملااخترمحمدمنصور به وي، د روسیې له یوه مهم چارواکي سره کتلي دي خو دا مقام زیاتوي، دوی ته څرګنده نه ده چې دا روس مقام به دقیقا څوک و.

طالبانو او کریملین دواړو د پوتین او ملااخترمحمد منصور د کتنې ادعا رد کړې.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي دي چې دا ډله د سیمې له بېلابېلو هېوادونو سره تماسونه لري خو د داعش پرضد یې له هیچا مرستې نه ده غوښتې.

د طالبانو بیان زیاتوي چې د داعش ډلې پرضد د مبارزې لپاره د چا مرستې ته اړتیا نه لري او له هیچا سره یې د دې موضوع په اړه خبرې نه دي کړي.

په کابل کې د روسیې سفیر پرون د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین سره په کتنه کې تایید کړه چې روسیه د داعش ډلې پرضد په مبارزه کې د همغږۍ لپاره له طالبانو سره اړیکو ته لیوالتیا لري.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي چې الکساندرمانتیڅکي Alexander Mantytskiy دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې حکمت خلیل کرزي د روسیې او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه توضیحات ترې وغوښتل.

بیان د مانتیڅکي له قوله ليکي چې روسیې د افغانستان جګړې ته د یوې سیاسي حل لارې د موندلو په مقصد له طالبانو سره تماسونه نیولي خو د کریملین یوه ویاند سنډې ټایمز ته ویلي چې دا خبرې بې بنسټه دي.

د سنډې ټایمز راپور زیاتوي چې منصور او پوتین په سپټمبرمیاشت کې د تاجکستان په یوه پوځي اډه کې سره وکتل.

د رسنیو راپورونه تاییدوي چې پوتین په سپټمبر میاشت کې په دوشنبې ښار کې و.

XS
SM
MD
LG