د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

په مخدره موادو د روږدو کسانو د درملنې لس ورځنۍ کمپاین پیل شو


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به په نشو روږدي شااوخوا زر کسان د معتادینو د درملنې په نوي کمپ کې بستر کړي.

د ژمي رارسېدو او سړې هوا په نشو د روږدو هغو کسانو ژوند سخت کړی چې په سړکونو، پارکونو، د کابل سیند په شااوخوا کې او پلونو لاندې شپې ورځې تېروي.

د عامې روغتیا وزارت وایي د نوي پیل شوي کمپاین تمرکز تر ډیره د همدې ډول معتادینو په درملنې دی او هڅه کیږي چې د معتادینو د درملنې په نوي کمپ فینکس کې په نشو د روږدو زرو کسانو درملنه وشي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د یکشنبې په ورځ د معتادینو د راټولولو او درملنې د لس ورځني کمپاین د پیل پر مهال وویل:

"دا زر بستره دلته ده، درې سوه بستره په جنګلک کې لرو، دوه سوه بستره دشت برچي کې ده، ټول افغانستان کې دوه زره او پنځه سوه بسترونه لرو، دا ټول د همدغو خلکو لپاره دی چې دوی تداوي کړو، اولویت هغو معتادینو ته ورکوو چې هغوی کور نه لري، د شپې له خوا په سړه هوا کې ژوند کوي، دوی ته اولویت ورکوو او نورو ته هم په تدریجي ډول توجه کوو."

د معتادینو د راټولولو او درملنې دغه کمپاین د مخدره موادو په وړاندې مبارزې وزارت له خوا د عامې روغتیا، کاراوټولنیزو چارو، کورنیو چارو او اقتصاد وزارتونو او یوشمیر نورو ادارو په همغږۍ پیل شوی او د جدي تر پنځلسمې نیټې دوام کوي.

د فینکس په نوم په نشه یي موادو د روږدو د درملنې نوی مرکز په پل چرخي کې دی او پخوا په کې د بهرنیو ځواکونو پوځي اډه وه.

دا کمپ په دې وروستیو کې د ولسمشر اشرف غني په لارښونه د نشه یي موادو په وړاندې مبارزې وزارت ته وسپارل شو تر څو په کې په نشو روږدي کسان بستر کړي.

د عامې روغتیا وزارت مسئولین وایي چې دوی له بستر سربیره په نشو روږدي کسان حرفه یي زده کړو او سپورت ته هم هڅوي.

د کورنیو چارو وزارت بیا وایي، دوی په نشو د روږدو کسانو درملنه کافي نه بولي او وایي چې د دغې پدیدې د له منځه وړلو لپاره باید هر اړخیزې هڅې وشي.

له دې وړاندې افغان چارواکو ویلي چې شااوخوا درې میلیونه خلک په نشو روږدي دي او په دې ډله کې څه باندې یو میلیون داسې کسان دي چې لازمې پاملرنې ته اړتیا لري.

حکومت له دې وړاندې هم د معتادینو د درملنې ورته هڅې کړي، خو معتادینو تل شکایت کړی چې د دوی د درملنې شپې ورځې کمې وي او له روغتونه له وتلو وروسته ورته حکومت پام نه کوي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG