د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

شریف له ولسمشر غني او عبدالله سره په کومو موضوعاتو خبرې وکړې؟


افغان چارواکو د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د یکشنبې په ورځ په کابل کې په ځینو مهمو مسایلو خبرې کړي او یو شمېر پریکړې یې کړي دي.

پاکستاني چارواکي څو واره د افغانستان د سولې له پروسې سره د همکارۍ د ښودلو په خاطر کابل ته راغلي؛ خو انتقاد دلته دی چې ولې دغو سفرونو یواځې نمایشي بڼه لرلې ده او په دې برخه کې یې ژمنې نه دي عملي شوي.

د افغان حکومت د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل آزادي راډیو ته وویل چې کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال راحیل شریف د یکشنبې ورځې د سفر په اړه هیله مندي شته چې اسلام اباد د سولې له پروسې سره رښتیني همکاري وکړي.

ښاغلي فیصل وویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله له راحیل شریف سره په دوه اړخیزو مسایلو او د سولې په خبرو بحث کړی دی.

"په دې لیدنه کې هغه مسایل چې د افغانستان لپاره ارزښت لري او هغه مسایل چې د پاکستان لپاره مهم دي په ټولو دغو موضوعاتو باندې په تفصیل سره سپین او واضحه خبرې شوي دي.

موږ هیله لرو چې دغه بحثونه چې دلته شوي دي نتیجه ورکړي. زموږ لپاره د سولې مساله ډېره مهمه ده چې په دې برخه کې باید کار وشي. تصامیم نیول شوي دي. پر موضوعاتو بحث شوی دی؛ خو د دې لپاره چې دا یوه پروسه ده په هغو پرېکړو موږ وضاحت نه شو ورکولای."

ښاغلي فیصل ونه ویل چې په دغې لیدنه کې کومې پرېکړې نیول شوي؛ خو ویې ویل چې د افغان حکومت لپاره د یادو خبرو پایلې ډېرې مهمې دي.

د پاکستان ټربیون ورځپاڼې د پوځ د ویاند جنرال عاصم بجوا په حواله کابل ته د راحیل شریف د یکشنبې ورځې د یوه ورځني سفر هدف د سولې خبرې او په سرحدي مسایلو باندې د شته ستونزو په سر بحث ښودلی دی.

دا درېیم ځل دی چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز افغانستان ته راځي او د سولې او امنیت په اړه له افغان چارواکو سره خبرې کوي؛ خو د دغو هڅو او خبرو په نتیجه کې یواځې یو ځل د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لپاره زمینه برابره شوه چې هغه هم په ټپه ودرېدلې.

اخوا د افغانستان د سولې شورا هیله ښيي چې د افغان مشرانو او پاکستاني چارواکو دا خبرې خامخا له طالبانو سره د سولې په خبرو مثبت اغیز وکړي؛ ځکه چې د سولې د خبرو لپاره د زمینې د برابرولو په خاطر اوس وخت له افغان حکومت سره تر پاکستان بل ښه انتخاب نشته.

د دې شورا غړي او له طالبانو سره د افغان حکومت د لومړي دور رسمي خبرو د مرکچي هیات مشر عزیزالله دین محمد د یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل:

"پاکستان زموږ ګاونډی دی او بیا له ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان په مساله کې دخیل دی. په هغې لحاظ باندې که افغانستان او پاکستان د سولې په برخه کې کوم تفاهم ته ورسیږي دا د سولې د خبرو لپاره لار هواروي؛ ځکه چې خبرې خو به اصلا د طالبانو او افغاني لوري تر منځ کیږي؛ خو پاکستان د دغو خبرو د چمتو کولو لپاره غټ رول لري."

د افغانستان امنیت شورا هم وايي چې د یکشنبې په ورځ افغان ولسمشر او اجراییه رییس د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د پاکستان په هغو ژمنو خبرې وکړې چې ویلي یې و د سولې خبرو ته زمینه برابروي او په ګډه له هغو طالبانو سره مبارزه کوي چې سوله نه غواړي.

د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره په داسې حال کې د سولې او نورو اړوندو مسایلو په اړه افغان چارواکو خبرې کړي چې د جمعې په ورځ د هند صدراعظم کابل ته په سفر کې ټینګار وکړ چې پاکستان باید د افغانستان د سولې او امنیت لپاره هڅې وکړي.

وبه کتل شي چې افغانستان ته د راحیل شریف سفر په دغه هېواد کې د سولې د ټینګښت او د امنیت په راوستلو باندې څومره اغېز کوي؛ هغه سفر چې د افغانستان او پاکستان له څو میاشتنیو خړپړ اړیکو وروسته کیږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG