د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

ظاهر حقاني: د داعش پرضد جګړه د هر مسلمان فریضه ده


ديني عالم مولوي عبدالظاهر حقاني وايي، په افغانستان کې وسله والې ډلې یوازې د دین د بدنامولو په موخه جوړې شوې دي.

نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په هغه جوړه شوې غونډه کې وکړې چې د ختیځې سيمې د قومي مشرانو او ولسونو د استازو له خوا د ننګرهار په ولایتي شورا کېد دغه ولایت د امنیتي وضعيت په هدف جوړه شوې وه.

حقاني پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې د دغو ډلو پرخلاف مبارزه د هر مسلمان فریضه ده:

"دا ستا سو د خاورې دښمن دی دا ستا د دین دښمن دی ستا سو دین يې بدنام کړی،دا څو ورځې چې د دوی راډيو فعاله وه هغه حدیث چې خپرېده هغه پر دوی تطبیق کېده، دوی غواړي چې د ځوانانو فکر بدل کړي نو د دوی پر خلاف مبارزه زموږ د هر افغان فریضه ده د دوی پر خلاف جنګ، د دوی پر خلاف پاڅون او د دوی وژنه چې ستا پر کور راځي دا زموږ او ستاسو دیني وجیبه او فریضه ده."

د شینوارو په استازیتوب ملک عثمان وویل، دوی حکومت ته ډېر صبر وکړ چې د شینوارو ولسوالۍ به د وسله والو پاکوي،کلنیکونه او ښوونځي به خلاصوي خو د ده په خبره تر اوسه يې هېڅ نه دې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د شینوارو قوم نور صبر نه شي کولای او پرېکړه يې کړې چې د وروستي ځل لپاره به قومونو او ولایتي شورا ته عاریض کېږي او که بیا هم حکومت د دوی د ستونزو پر وړاندې بې پروا پاتې شې نو په راتلوونکې کې به په سترو لاریونونو لاس پورې کړي:

"موږ شینوارو وروستۍ خبره تاسو قومونو ته راوړې ده عزیزانو چا به ویل چې مظاهره کوو،چا به ویل چې لاره بندوو خو موږ ورته وویل دا ځل به قومونو ته عریضه کوو، نن موږ تاسو ته عارض شوي يو دوه نېمې میاشتې مو صبر وکړ نتیجه يې ورنه کړه اوس تاسو ته راغلي یو چې زموږ وطن خرڅ شوی دی."

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري وویل، مرکزي دولت ختيځو ولایتونو ته توجه نه کوي او د دې یو لوی لامل د ختیځوالو بې اتفاقي ده:

"په دې لنډ وخت کې تاسو ګورئ چې د اختر نه را وروسته د شینوارو په سیمو کې ناامنۍ زور کړی جنګونه ډېر شوي دي، خو څنګه چې ولایتي ادارې ته پکار و هغسې يې توجه نه ده کړې."

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي ورغلو قومي مشرانو سره تر مشورې وروسته پرېکړه وکړه چې د ختیځو ولایتونو قومونو،مدني فعالانو او د ولس استازو څخه یو کمېسیون جوړوي.

د ده په وینا دغه کمېسیون به په مرکز کې له پارلمان،امنيتي ارګانونو او ولسمشرۍ ماڼې سره ګوري او د ختيځې سیمې د ناامنیو په اړه به ورسره وروستۍ پرېکړه وکړي.

راپور: شاه محمود شينواری

XS
SM
MD
LG