د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

کابل ته د راحیل شریف سفر او د سولې پر بهیر یې اغېز


د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف نن (یک شنبه) کابل ته راځي.

دی به له ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو د دوهم دور پر پيل خبرې وکړي.

له طالبانو سره د سولې د مذاکرو لومړی دور چې د پاکستان او چین په منځګړیتوب پيل شوی و؛ د طالبانو د مخکني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر خپرېدو وروسته؛ له کومې څرګندې پایلې پرته په ټپه ودرېد.

خو د حکومت د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وویل چې حکومت د دې بهیر بیا پيل ته تیار دی.

"د سولې خبرې باید د جګړې د پاي ته رسېدو پيلامه وي. پاکستان هم باید هغه طالبان چې په یوه لاس یې سولې ته اماده کوي؛ په بل لاس دې وسله نه ورکوي او د مخالفینو له ملاتړه دي لاس واخلي."

جاوید فیصل پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ هغه کسان چې د طالبانو له ادرسه په دې مذاکرو کې ګډون کوي باید د هغوی اصلي استازي او د پرېکړو د صلاحیت درلودونکي وي. ده له طالبانو سره د سولې د مذاکرو د پيل لپاره د حکومت د تیاري په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو د بیا پيل مساله څو ورځې مخکې؛ په اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس ګډون کوونکو راپورته کړه.

پاکستاني چارواکو ویلي چې جنرال راحیل شریف به له طالبانو سره د سولې د مذاکرو د پيل په اړه پر خبرو علاوه؛ پر یو شمېر نورو مهمو امنیتي مسالو خبرې کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د قومي وطن ګوند مشر افتاب شیرپاو باور لري چې کابل ته د جنرال شریف سفر له دوو اړخونو مهم دی. د ښاغلي شيرپاو په وینا، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ باور زیاتولای شي.

"زما په باور دا سفر مهم دی ځکه د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کولای شي. خو موږ غواړو او فکر کوو د دې سلسلې دوام ډېر مهم دی ځکه په یو یا دوو سفرونو مساله نه شي حل کېدلای."

خو د پښتونخوا عوامي ګوند غړی عثمان کاکړ فکر کوي چې داسې سفرونه د ستونزو له حله سره عملي مرسته نه شي کولای. کاکړ وايي، جنرال راحیل شریف تر دې مخکې کابل ته دوه سفرونه کړي؛ خو د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه او په دې هېواد کې جګړه نه ده بنده شوې.

"دې ته په پام چې راحیل شریف مخکې هم کابل ته تللی؛ زما په باور دا تګ یې هېڅ اغیز نه شي لري، نه به د جګړې د پاي ته رسېدو سبب شي او نه به د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بنده کړي. پاکستان لا هم خپله کړنلاره نه ده بدله کړې او نه یې د بدلولو نیت لري.

صدراعظم نواز شریف د ډسیمبر په پیل کې وویل؛ د افغانستان او پاکستان دښمن یو دی او حکومت یې د سولې د داسې بهیر ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

پاکستانی چارواکي وايي، د جنورۍ په پيل کې به د پاکستان، افغانستان، چین او امریکا استازي له طالبانو سره د سولې د بهیر پر څرنګوالي غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG