د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د مرکزي اسیا له هېوادونو او ایران سره په سرحدي سیمو کې د وچو بندرونو جوړېدل د افغانستان او سیمې اقتصادي ودې لپاره ګټور بولي.
د دغه وزارت ویاند د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې حکومت پلان لري څو د مرستندویه هېوادونو په همکارۍ وچ بندرونه جوړ کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایې چې دا ډول بندرونه نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د اقتصادي ودې لپاره هم ګټور دي.
خو دا چې دا بندرونه به په کومو ولایتونو کې جوړ شي او څومره به اقتصادي ګټې ولري د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"وچ بندرونه به په ننګرهار او کابل کې جوړ کړو، دا پلانونه شته که چېري دا بندرونه جوړ شي نه یوازې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره بلکې د سیمې اقتصاد لپاره ډېر ګټور تمامېږي."
خو نوموړي وویل چې د دې پلان د عملي کېدو لپاره دې ته اړتیا ده چې نړیوال مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره مرسته وکړي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ولسمشر غني د جمعې په ورځ د هند له صدراعظم نارندرا مودي سره په کتنه کې وویل چې غواړي د مرکزي اسیا له هېوادونو او ایران سره په سرحدي سیمو کې وچ بندرونه جوړ کړي.
ښاغلي غني وویل چې له یادو هېوادونو سره د اورګاډي پټلۍ جوړول او د سړکونو نښلول افغانستان د سیمی د هېوادونو په څلور لاري بدلوي.
همدارنګه دواړو لورو ژمنه وکړه چې د چابهار بندر کار به چټک شي او ولسمشر غنی د هند له لوري د ترانزیتي موافقې د لاسلیکولوغوښتنه وکړه.
خو اوس پوښتنه دلته ده چې اوسنیو شرایطو کې ایا امکان لري چې دا ډول پروژې عملي شي؟
د اقتصادي چارو کارپوه وحیدالله غازي خېل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"واقعیت دا دی چې دا ډول پروژې امنیت ته اړتیا لري یعني امنیتي حالات اوس ورځ تر بلې خرابېږي نو کله چې امنیت خراب وي بیا د دا ډول پروژو پلي کول ناشوني ښکاري."
حیرتان، آقینه، شېرخان بندر، تورغنډي ، تورخم اوسپین بولدک د دې هېواد له مهمو وچو بندرونو څخه شمېرل کېږي او افغانستان له بېلابېلو ګاونډیو هېوادونو سره نښلوي.
افغان حکومت په داسې حال کې د دغه ډول بندرونو د جوړولو پلان لري او هڅه کوي چې لاهم افغان سوداګر د افغانستان په بندرونو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او افغانستان تازه د (ډبلیو،ټي،او) یا د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب ترلاسه کړی دی.
افغان حکومت وایي چې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا او د بهرنيو پانګونو د جذبولو جوګه کوي او د صادراتو په وړاندې یې د ۱۶۲ هېوادونو دروازې پرانیزي.
راپور: ناجیه ساپۍ