د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز د سفر اهمیت


ټاکل شوې چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف سبا (یک شنبه) کابل ته سفر وکړي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار ویلي چې جنرال شریف به له افغان چارواکو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بهیر د بیا پیل په ګډون پر یو شمېر مهمو امنیتي مسالوخبرې کوي.

جنرال راحیل شریف په داسې حال کې کابل ته ځي چې د پاکستاني چارواکو په وینا؛ د جنورۍ په پيل کې به د پاکستان، افغانستان، چین او امریکا استازي له طالبانو سره د سولې د بهیر پر څرنګوالي د خبرو لپاره ځانګړې غونډه وکړي.

د ملي امنیت او بهرنیو چارو لپاره د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې دا څلور اړخیزه کمېټه به د افغانستان د سولې د بهیر د څار میکانیزم جوړ کړي:

"کابل ته د جنرال شریف د سفر په اړه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل: "د هیوادونو ترمنځ د پوځي مشرانو داسې سفرونه معمول دي چې په استخباراتي او پوځي همکاریو او سرحدي امنیت خبرې په کې کیږي. خو دا وار به د افغانستان د سولې پر بهیر هم خبرې وشي او ګټور سفر به وي."

کابل ته د راحیل شریف د دې سفر د اهمیت په اړه د پاکستان د پوځي چارو یوه څارونکي خالد منیر ازادي راډیو ته وویل چې دا سفر ځکه مهم دی چې اسلام اباد د افغانستان د سولې په مذاکرو کې ډېر عمده رول لري.

"دوی طالبان د مذاکرو مېز ته راوستلای شي؛ خو تر هغه وروسته هم لوې خبرې شته چې باید غور ورباندې وشي؛ مثلاً له اساسي قانون سره به څه کوي؟ پخوانی شمالي اییتلاف چې طالبان یې سخت مخالف وو؛ هغوی به څرنګه راضي کوي؟ سترې مسالې دي چې باید غور ورباندې وشي."

په افغانستان کې د سیاسي چارو څارونکی نصرالله ستانکزی په دې باور دی چې د اسیا زړه تر کنفرانس وروسته؛ کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال راحیل سفر ته باید په احتیاط وکتل شي:

"پاکستان تل تر نړېوالو کنفرانسونو او فشارونو وروسته داسې سفرونه پلانوي چې هم غواړي د افغانستان حکومت ته دوکه کړي او هم نړېواله ټولنې ته؛ نو زره فکر کوم چې څو د افغانستان خلک د داسې سفرونو عملي نتیجه ونه ګوري؛ پر داسې سفرونو باور نه شي کېدلای اوا یوازې سمبولیک حرکتونه ګڼل کېدلای شي."

که څه هم د پاکستان د پوځي چارو څیړونکي خالد منیر په دې باور دی چې پاکستان یوازې کولای شي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په بهیر کې د ملاتړ کوونکي په توکه رول ولوبوي؛ خو وروستۍ پرېکړې پر افغانانو اړه لري. ښاغلی ستانکزی باور لري چې په افغانستان کې د سولې او جنګ کیلي د پاکستان د پوځ په لاس کې ده.

XS
SM
MD
LG