د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ ۲۲۰ میلیونه ډالر لګښت راغلی


د افغانستان د ملي شورا ودانۍ د کابل په لویدیځ کې دارالامان ماڼۍ ته څيرمه جوړه شوې ده.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکې کې د ملي شورا د غړو لپاره اووه سوه اپارتمانونه هم ودان شي.

د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ ۲۲۰ میلیونه ډالر مصرف شوي دي چې مسوول کسان وایي، د دې ودانۍ ګنبده په اسیا کې تر ټولو ستره ګنبده ده.

دا ودانۍ د کابل په لویدیځ کې د دارالامان ودانۍ ته مخامخ جوړه شوې چې نن د هند صدراعظم نارندرا مودي پرانیسته:

"نن زه د تواضع او افتخار احساس کوم چې له ولسمشر غني او د افغانستان د ملي شورا له ټولو غړو سره یوځای د ولسواکۍ دا استوګنځی افغان ملت ته اهدا کړم."

دغه نوې ملي شورا پنځه ودانۍ لري. په دې کې د ولسي جرګې لپاره تالار د ۳۶۰ استازو ظرفیت لري او د مشرانو جرګې تالار د ۱۲۰ کسانو ظرفیت لري.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي د ملي شورا د نوې ودانۍ په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د راتلونکو څو لسیزو لپاره د افغانستان د پارلمان لپاره د استفادې وړ ده:

"دا ودانۍ تقریبا تاسو ته ویلای شم چې په سیمه کې به بې سارې ودانۍ وي او ټول هغه ضروري وسایل لري چې په نړۍ او سیمه کې موجود دي. ډیر ښایسته او پراخ تالارونه لري چې د راتلونکو ۵۰، شپیته تر اویا کلونو پورې چې د افغانستان نفوس زیات شي د استفادې وړ دی، د ټولو کمېسیونونو لپاره خوني ځانګړې شوي دي، د کمپیوټر سیسټم لري، د کنفرانس ځایونه لري، د رسنیو لپاره ډير ښه ځای لري د تلویزیونونو د خپرونو لپاره، دغه ټول سهولتونه په کې شته."

د ملي شورا نوې ودانۍ د هندي، افغاني او مغولي معماري یو ترکیب دی.

په دې ودانۍ کې د ۴۰۰ کسانو لپاره یو جومات او کتابخانه هم شته. همدا راز د ملي شورا د غړو لپاره ۷۰۰ اپارتمانونه په نظر کې نیول شوي دي چې په راتلونکي کې به جوړ شي.

د طالبانو د رژیم له ماتې راورسته هند له امریکا، بریتانیا، جاپان او جرمنی پرته تر نورو هېوادو له افغانستان سره ډیرې مرستې کړې دي. له افغانستان سره دې هېواد تر دوه میلیارډه ډالر ډیرې مرستې کړې دي.

XS
SM
MD
LG