د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

د افغانستان ملي شورا ودانۍ په رسمي توګه پرانیستل شوه


د افغانستان د ملي شورا ودانۍ د ولسمشر اشرف غني او د هند صدراعظم نارندرا مودي له خوا په رسمي توګه پرانیستل شوه.

د دغې ودانۍ د پرانیستلو په مراسمو کې د افغانستان او هند حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی دی.

ولسمشر غني او ښاغلي مودي د ملي شورا ودانۍ له پرانیستلو وروسته د ملي شورا د دواړو جرګو له رئیسانو سره، د دغې ودانۍ له بېلابېلو برخو له هغې ډلې له لویو تالارونو چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د غونډو د په لاره اچولو لپاره ځانګړي شوي دي، کتنه وکړه.

ویل کېږي چې دغه ستره او مجلله ودانۍ چې د هند په مالي او تخنیکي مرسته د کابل ښار په دارالمان سیمه کې جوړه شوې ده په خپله ډول کې په سیمه کې بې سارې ده.

ټاکل شوې ولسمشر او نارندرا مودي تر راتلونکو څو شېبو په دې اړه وینا هم ولري.

XS
SM
MD
LG