د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د هند صدراعظم نن سهار پنځه نیمې بجې کابل ته راورسېد


د هند صدراعظم نارندرا مودي نن سهار پنځه نیمې بجې کابل ته راورسېد.

دا خبر د ښاغلي مودي رسمي ټویټر پاڼې خپور کړی دی او ویلي یې دي چې ښاغلی مودي د یوې ورځې لپاره کابل ته راغلی دی.

په خبر کې دا هم راغلي چې ښاغلی مودي به د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ پرانیزي او هم به د افغانستان له جمهور رییس محمد اشرف غني، اجرایه رییس عبدالله عبدالله او پخواني جمهور رییس حامدکرزي سره وګوري.

ښاغلی مودي چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلی په خپل دغه سفر خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې خوښ دی په کابل کې له ملګرو سره دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ښاغلي مودي د هرکلي لپاره د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر ته د هرکلي لپاره ورغلی و.

د نارندرا مودي د سفر لپاره په کابل کې خاص امنیتي تدابیر نیول شوي دي او ډېر سړکونه د ټرافیکو په مخ تړلي دي.

XS
SM
MD
LG