د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د خوست غلام خان بندر به د نوري فایبر سره وتړل شي


د انټرنټي خدمتونو کمزوری بهیر چې په خوست له مهمو ستونزو څخه حسابیږي، چارواکي وايي چې د نوري فایبر د پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې په دې ولایت کې انټرنټي خدمتونه چټک او باکیفیته شي، بلکې تر څنګ به يې په نرخونو کې هم کمښت راشي.

چارواکو یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د غلام خان بندر د ګمرکونو تاسیساتو ته د فایبر نورې شبکې د غځونې د کار په پرانېسته کې وکړې.

غلام خان بندر ته د نوري فایبر د شبکې د غځونې پروژه چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په چوکاټ کې د فایبر نوري د پروژې نوې برخه ده، د ۳۳ کیلومتره په اوږدوالي به د نږدې څلور لکه امریکايي ډالرو په لګښت د نړېوال بانک په مالي مرسته بشپړه شي.

خوست والي حکم خان حبیبي د دې پروژې د کار د پیل په ځای کې ازادي راډیو ته وویل چې په دې سره به په خوست کې د نوري فایبر پروژه بشپړه او په اتمه نقطه کې به افغانستان د ګاونډي هېواد پاکستان سره وصل شي.

ښاغلی حبیبي وايي:

"د دغې پروژې په تکمیل سره به د خوست مرکز د غلام خان بندر د ګمرک سره د فایبر نوري په واسطه وصل شي، په دې سره موږ توانیزو چې د غلام خان په بندر کې ټول اړین مخابراتي او انټرنټي خدمتونه هلته وړاندې کړو، ترڅنګ يې د دې پروژې په تطبیق سره به زموږ د نوري فایبر پروژه تکمیله او افغانستان به تقریباً په اتمه نقطه کې د ګاونډیو هېوادونو سره وصل شي."

په خوست کې د انټرنېټه ګټه اخیستونکي تل د انټرنیټ له ټیټ کیفیت او لوړ قیمت څخه شکایت کوي، همدا شان د پنځه زره لینه ټلیفون پروژه چې باید اوه کاله وړاندې د خوست په ښار کې تکمیل شوې وای تر اوسه نه ده فعاله شوې.

د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ګل حبیب شاه دا ټول کارونه په نوري فایبر پروژې پورې تړلې بولي:

"د نوري فایبر د پروژې په تکمیل سره به د انټرنیټ په کیفیت او قیمت کې د پام وړ ښه والی راشي، دې سره په څنګ به یوه بله پروژه چې پنځه زره لینه تلیفون ډیجیتل او لینداره پروژه ده هغه هم په دې پروژې پورې تړلې ده، په دې سره زموږ د سلام 3Gسیسټم سل په سلو کې فعالیږي، په۱۷پایو کې موږ دا ټول سیستم عیار کړی دی، یوازي کله چې فایبر نوري راغی، وصل به يې کړو او خلکو ته به دا خدمات وړاندې کړو."

یاده دې وي چې په خوست ولایت کې خلک او انټرنیټ کارونکي د دولتي او خصوصي مخابراتي شرکتونو د پوښښ او اړیکو د خدمتونو او کمزوري انټرنیټ څخه په وار، وار شکایتونه کوي خو په افغانستان کې د مخابراتو په برخه کې د بې ساري پرمختګ سره، سره هم له تېرې یوه نیمې لسیزې راهیسې خوستیان د مخابراتي خدمتونو څخه راضي نه مالومیږي.

XS
SM
MD
LG