د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

تهران ته د ویزو په اړه د جان کري لیک او د جمهوري غوښتونکو غبرګون


د سپینې ماڼۍ هڅه چې غواړي د امریکا د ویزې د شرایطو د بدلون په اړه تهران ته ډاډ ورکړي د کانګرس د جمهوري غوښتونکو غړو له غبرګون سره مخامخ شوې ده.

ایران ویلي چې د یو شمېر هېوادونو د اتباعو لپاره د امریکا د ویزې پر شرایطو محدودیتونه د ایران او د شپږو لویو قدرتونو ترمنځ له اټومي موافقې سره په ټکر کې دي.

خو د جمهوري غوښتونکي ګوند وکیلان ټینګار کوي چې د امریکا د ویزې په اړه نوی قانون باید په جدیت سره عملي شي.

واشنګټن په دې وروستیو کې د امنیتي ملحوظاتو له کبله د اسټرالیا، د اروپايي ټولنې د اکثر غړو او ځینو نورو په ګډون د هغو هېوادو د اتباعو لپاره چې امریکا ته له ویزې پرته سفر کولای شي د ویزې د باطلولو اقدامات جدي کړل.

د نوو اقداماتو له مخې د دې ۳۸ هېوادونو اتباع چې په تیرو پنځو کلونو کې یې ایران، عراق، سوریې او سودان ته سفر کړی وي امریکا ته د سفر لپاره باید له سره ویزه واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف مخکې ویلي و چې د امریکا پر ویزې نوي محدودیتونه له هغو شرایطو سره په ټکر کې دي چې تهران او شپږو پیاړو قدرتونو توافق پرې کړی و.

ایراني مشران چې د اروپايي ټولنې د ځینو چارواکو ملاتړ ورسره دی وايي، نوي اقدامات به په ایران کې د احتمالي اقتصادي پانګونو او د هغو سیلانیانو مخه ونیسي چې غواړي د ایران ویزه واخلي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د شنبې په ورځ وویل چې امریکا به د ویزې د خنډونو د لرې کولو او هغو کسانو ته چې پانګونو ته لېوال وي او غواړي ایران ته سفر وکړي، د اوږد مهالو ویزو د برابرولو هڅه وکړي.

کري د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ته په یوه لیک کې ولیکل، زه ډاډه یم چې د ویزې په شرایطو کې وروستي بدلونونه به چې کانګرس تصویب کړل خو حکومتي چارواکي یې د مستثنا کولو صلاحیت لري په هیڅ صورت زموږ د هغو ژمنو د عملي کولو په وړاندې خنډ جوړ نه کړي چې له ایران سره په اټمي موافقه کې مو کړي.

کري همدا راز لیکلي چې متحدایالات به خپلې ژمنې داسې عملي کړي چې د ایران په مشروع ګټو کې مداخله ونه کړي.

کري د ۱۰ کلنې تجارتې ویزې، د تجارتې پلاوو لپاره د ویزې او د استثنايي حالاتو د ویزې په ګډون د هغو ممکنو لاروچارو یادونه هم کوي چې په دې برخه کې شته.

تهران ته د کري ډاډیینې د کانګرس سخت غبرګون وپاراوه او په دې ترڅ کې جمهوري غوښتونکو استازو وویل، د امریکا پر ویزې نوي محدودیتونه باید په جدیت سره عملي شي.

دوی ټینګار کوي چې ایران، عراق، سوریې او سودان ته د سفر په اړه استثنی د تجارتي سفرونو لپاره نه بلکې باید یوازې د حکومتي او پوځي چارواکي لپاره وي.

د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر اید رویس او څو نورو جمهوري غوښتونکو استازو د چارشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته په یو لیک کې وویل چې په لایحه کې د استثنی د صلاحیت د کارولو په برخه کې خورا زیاته انديښنه لري.

د جمهوري غوښتونکي ګوند سرچینې وايي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت ډیره هڅه وکړه څو د قانون په لایحه کې د تجارتي اهدافو لپاره استثنی هم پر کانګرس ومني خو دا غوښتنه رد شوه.

XS
SM
MD
LG