د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

زابل: د عملیاتو په پایله کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي


د زابل ولایت په شاجوۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دولت ۱۲ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه عملیات چې اوس هم په سیمه کې دوام لري د افغان ځواکونو دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمون مل غلام جیلاني فراهي ازادي راډیو ته وویل چې یاد وسله وال تېره ورځ په شاجوۍ ولسوالۍ کې د پولیسو پر امنیتي پوستو تر حملې وروسته د پولیسو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د فراهي په وینا په دغه عملیاتو کې د پنجشنبې ورځې تر غرمې پورې۱۲ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي هم دي.

د نوموړي په خبره په وژل شوو وسله والو کې یو ازبک جنګیالی هم شامل دی.

ښاغلي فراهي زیاته کړه، یاد عملیات چې اوس هم روان دي پر مهال یې پولیسو ته سپکې او درنې وسلې هم لاسته ورغلي دي.

ښاغلي فراهي وویل:

"پرون د پنځو بجو په شاوخوا کې د شاجوۍ ولسوالۍ په تخت بند پوستې وسله والو مخالفینو حمله وکړه چې تر جګړې وروسته عملیات پیل شول او په نتیجه کې یې ۱۲ تنه مخالفین ووژل شول او۱۴ نور ټپیان شول چې یو ازبک بهرنی وسله وال هم په کې شامل دی، خو بدبختانه زموږ دوه سرتېري شهیدان شوي او یو تن زخمي دی."

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړي.

زابل ولایت د افغانستان د هغه ولایتونو له جملې څخه دی چې د چارواکو په وینا وسله وال طالبان او د اسلامي دولت یا داعش اړوند ډلې وسله وال په کې فعالیت کوي.

له زابل ولایت څخه کې د وسله والو مخالفینو خپلو منځیو جګړو راپورونه هم ور کړل شوي وو.

تر دې وړاندې په یاد ولایت کې یو شمېر مسافرین د وسله والو له خوا تښتول شوي چې یو شمېر یې تر تښتولو وروسته وژل شوي هم وو.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG