د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

هاشمي: ولسمشر غني به له ترکيي سره ۳تړونونه لاسلیک کړي


افغان ولسمشراشرف غني د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان او ترکیې د پانګونو په غونډه کې له ګډون وروسته شېبه مخکې پلازمینې انقرې ته ورسید.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر سرچینې وايي چې ولسمشربه نن له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان او صدراعظم احمدداود اوغلو سره وګوري.

ټاکل شوې چې نن به د افغانستان او ترکیې ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارېو درې موافقې هم لاسلیک کړي.

که څه هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې جګړو او ناامنیو افغانان اندیښمن کړي، خو ولسمشر بیا د اقتصادي پروژو په پلي کیدو ټینګار کوي او وایي، پانګه والو ته به خوندي چاپیریال برابر کړي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ترکیې او افغانستان د پانګونې هغې غونډې ته وکړې چې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه.

د ولسمشر ویاند ظفر هاشمي وایي چې ولسمشر په استانبول کې خپل لیده کاته پای ته ورسول او د پنجشنبې غرمه مهال د ترکیې مرکز انقرې ته ورسید څو له ترکي چارواکو سره درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي:

"د افغانستان ولسمشر څو شېبې مخکې له استانبول نه انقرې ته را ورسید او ټاکل شوې چی د ترکیي له جمهور رییس او صدراعظم سره د دواړو هېوادونو پر مسایلو خبرې وکړي.درې توافقنامې به هم لاسلیک شي یوه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د ډېپلوماتیکو همکارېو، بله یې د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د همکارېو او درېیمه هم په کابل کې د مولانا جلال الدین بلخي د پوهنتون د جوړېدو په هکله."

تېره ورځ بیا ولسمشر غني د افغانستان او ترکیې د پانګونې یوې غونډې ته چې په استانبول کې جوړه شوې وه وویل، حکومت یې هڅه کوي چې ټولې بنسټیزې برخې یوځای پراختیا وکړي.

ولسمشر د استانبول په غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان د جغرافیوي موقعیت ګټو ته اشاره کړې او له پانګه والو یې غوښتي چې د افغانستان د اوبو، کانونو او کرنې په برخه کې پانګونه وکړي.

ولسمشر له ترکیې څخه مخکې اذربایجان ته تللی وو او هلته یې هم له یو شمېر تړونونو سربیره اذربایجاني سوداګر د افغانستان د انرژۍ، کرنې، سمنټو، مسو او فولادو برخو کې پانګونې ته هڅولي وو.

د چارو یو شمېر څیړونکي د ولسمشر دغه هڅې ستایي، خو وایي، د هېواد دننه اوسنۍ ناامنه فضا دې ته نه ده مساعده چې بهرني پانګه وال دې دلته پانګونه وکړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی وایي، ولسمشر باید لومړی د هېواد دننه روانه جګړه پای ته ورسوي او بیا د اقتصادي پروژو د عملي کولو مټې را بډ وهي.

ښاغلي صافي زیاتوي:

"نړۍ او دوست هېوادونه د افغانستان شرایط پیژني، څنګه دوی کولای شي چې یوازې د اشرف غني پر خبرو اعتبار وکړي او په افغانستان کې د خپلو عسکرو، کسانو او پیسو رسک په غاړه واخلي، بهتره به دا وو او پياوړی به هم راته چې ولسمشر اول امنیت ټینګ کړی وای او بیا یې بهرنیان پانګونې ته راغوښتي وای."

خو ولسمشر غني له دې وړاندې ویلي چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې د پله حیثیت لري او که دغه هېوادونه د اقتصادي پروژو له لارې سره وصل کړي د امنیت د ټینګښت لامل به شي.

د دغو هڅو په ترڅ کې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نل لیکې کار تیره اونۍ پیل شو او ټاکل شوې چې د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا بریښنا هم انتقال شي.

ولسمشر د ټاپي پروژې په اړه یوه غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه وویل چې د افغانستان د ثبات لپاره به سیمې ته د سفرونو لړۍ پيل کړي چې دا دی اذربایجان او ترکیې ته یې سفرونه وکړل او ممکن یو شمېر نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG