د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

هاشمي: یو شمېر وسله والې ډلې د اسلام د بدنامولو هڅې کوي


د افغانستان د ځوانانو د ملي ټولنې مسؤلین وايي، یو شمېر وسله والې ډلې د اسلام د دفاع په نوم د اسلام د بدنامولو هڅې کوي.

د دغې ټولنې مشر سید عبدالله هاشمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ﷺ د میلاد په مناسبت د جوړو شویو مراسمو پر مهال وویل چې اسلام د سولې او امن دین دی او هغه کسان چې په دې نوم تاوتریخوالی کوی باید مخه یې ونیول شي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي کبرا مصطفوي وویل چې اسلام د عدالت دین دی او پر ټولو افغانانو یې غږ وکړ چې د عدالت د ټینګښت په خاطر خپلو کې سره یو موټي شي.

د افغانستان د ځوانانو د ملي ټولنې مسؤلین وايي چې اوس مهال یو شمېر ډلې د اسلام د دفاع په نوم د اسلام د بدنامولو هڅې کوي چې افغانستان هم تر بل هر وخت د دغه افراطي ډلو له ګواښ سره مخامخ دی.

د دغې ټولنې مشر سید عبدالله هاشمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ﷺ د میلاد د مراسمو پر مهال وویل، په داسې حال کې چې اسلام د سولې او امن دین دی خو یو شمېر وسله والې ډلې یې په لوی لاس د بدنامولو هڅې کوي.

ښاغلي هاشمي د یادو ډلو فعالیتونه د افغانستان لپاره خطرناک وبلل او وايي، که پر وخت د چارو مخه یې ونه نیول شي دغه هېواد به له زیات بحران سره مخامخ کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو ډلو یوازنی هدف د اسلام د نوم بدنامول دي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"په اوسنیو حالاتو کې د اسلام تر چتر لاندې د اسلام د بدنامولو د اسلام د اهمیت او ارزښتونو د بدنامولو په هدف د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې تور حرکتونه پیل شوي چې یوازنی هدف یې د اسلام او اسلامي ارزښتونو بدنامول دي."

ښاغلي هاشمي د ټولو افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپل منځي اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او خپلو کې یو موټي شي.

هغه وویل چې د اوسنیو ستونزو او ناخوالو یو لامل په ټولنه کې د اسلام د ستر پیغمبر ﷺ د سنتو او پیغام نه عملي کول دي.

نن چهارشنبې د ربیع الاول ۱۲ مه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ﷺ د پیدایښت د ورځې سره برابره ده.

د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ﷺ له ننه څه باندې ۱۴ سوه کاله وړاندې په مکه مکرمه کې د قریشو قبيلې د عبدالله په کور کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي کبرا مصطفوي وویل چې د اسلام پیغمبر ﷺ د انساني ارزښتونو د ساتلو او د عدالت د ټینګښت په خاطر دې نړۍ ته راغلی دی.

مصطفوي زیاته کړه چې دا مهال انساني ارزښتونه له ګواښ سره مخامخ دي او څنګه چې لازمه ده ورته پاملرنه نه کېږي.

ښاغلي مصطفي زیاته کړه:

"د اسلام پیغمبر ﷺ په څه خاطر راغلی؟ د ارزښتونو د ساتلو او خوندیتوب په خاطر راغلی، د ارزښتونو د ژوندي ساتلو په خاطر راغلی دی، د ظلم د مخنیوي او عدلت په خاطر چې د اسلام د اصولو څخه دی راغلی دی."

د نورې نړۍ په شان نن افغانستان کې هم د بېلابېلو ټولنو له خوا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ﷺ د مبارک میلاد مراسم ترسره شول.

د حضرت محمد ﷺ د پیدایښت کلیزه د افغانستان په اکثرو سیمو کې د بېلابیلو مذهبي مراسمو او د قران کریم په خمتونو سره لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG