د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

اوغلو: سوریه د روسیې د امپریالیستي اهدافو برخه نه شي ګرځیدلی


ترکیې د سوریې پر ادلیب ښار د روسیې هوایې بریدونه غندلي دي.

ترکیه ادعا کوي چې دغه بریدونه د سوریې د رژيم پر منځلارو مخالفینو شوي دي چې ډیر کسان په کې وژل شوي دي.

روسیې تر دې مهال په دې اړه چوپه خوله پاته شوې او دا یې نه دې منلي چې دغه بریدونه روسي قووتونو کړي دي.

د ترکیې صدراعظم احمد داوود اوغلو د سوریې په ادلیب ښار کې د شنبې د ورځې هغه بریدونه غندلي چې ګمان کیږي د روسیې قووتونو له خوا به شوي وي.

داوود اوغلو وایي، سوریه د روسیې د امپریالیستي اهدافو برخه نه شي ګرځیدلی.

د ډسمبر پر۲۰ نېټه په ادلیب ښار کې چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د منځلارو مخالفینو په لاس کې دی، بریدونه وشول او ډیری کسان په کې ووژل شول.

دغه برید پر ګڼه ګوڼه مارکیټ شوی چې څو حکومتي ودانۍ او استوګنیز اپارتمانونه هم په کې ویجاړ شوي دي.

داوود اوغلو دغه برید په تندو الفاظو غندلی دی:

"موږ د ادلیب پر ښار د روسیې د هوایي ځواکونو له خوا د ډسمبر د شلمې نېټې بریدونه په کلکه غندو.

په دې پېښه کې څو حکومتي ودانۍ او هم څو استوګنیز بلاکونه په نښه شوي دي.

اپوزیسېون ډلې ادعا کوي چې څلویښت تنه یې وژل شوي او ۳۵ نور یې ټپیان دي، خو د تلفاتو شمېر په حقیقت کې ۲۰۰ تنو ته رسیدلی دی."

روسیي تراوسه دا نه ده منلې چې دغه حملې د دوی هوایې ځواکونو کړې دي.

داوود اوغلو دغه راز وایي، په سوریې کې د روسیې بریدونه تر ډیره د حکومت پر منځلارو مخالفو او ملکي وګړو دي. دی وایي، په هغو سیمو کې چې منځلارو مخالفینو واک له لاسه ورکړی، د اسلامي دولت ډلې په کې پیاوړي شوي دي.

ترکیه چې له څو کلونو راهیسې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د ګوښه کیدو غوښتنه لري، په سیمه کې د روسیې رول ته د شک په سترګه ګوري.

د ترکیې صدراعظم چې د سې شنبې په ورځ یې د هغه هېواد د واکمنو ګوندونو له غړو سره په انقرې کې خبرې کولې وویل:

"روسیه باید د پخواني شوروي اتحاد په څیر درواغ، تورونه او نورو ملتونو ته د درناوي ښودل ودروي. د سوریې خاوره د روسیې د امپریالیستي اهداف برخه نه ده او هیڅ کله به نه وي."

د روسیې او ترکیې ترمنځ اړیکې وروسته له هغه لا خړپړې شوې چې یوه روسي جټ الوتکه د سوریې او ترکیې ترمنځ پوله کې د ترکي هوایې ځواکونو له خوا نسکوره شوه.

ترکیه ادعا کوي چې دغه الوتکه د ترکیې هوایې حریم ته ننوتې وه، خو روسیه بیا وایي، الوتکه یې د سوریې له حریم څخه نه ده وتلې.

په دې پېښه کې یو روسي پیلوټ ووژل شو.

روسیې د سپتمبر پر۳۰ نېټه په سوریې کې هوایې عملیات پیل کړه او هدف یې په هغه هېواد کې د اسلامي دولت ډلې ځپل یاد کړي دي، خو لویدیځ هېوادونه وایي، روسیه غواړي په سوریې کې د بشارالاسد مخالفین له منځه یوسي او په دې توګه مسکو هڅه کوي د اسد رژیم واکمن پاته شي.

XS
SM
MD
LG