ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د فعالیتونو پر پراختیا اندېښنه ښکاره کړه.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د طالبانو پر خلاف بندیزونه د یو نیم کال لپاره نور هم تمدید شول.
په دغه پرېکړه لیک چې پرون تصویب شو؛ په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر فعالیتونو اندېښنه ښودل شوې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی نیکولاس هیسم په امنیت شورا کې تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د فعالیتونو له امله روان امنیتي وضعت د اندېښنې وړ دی.
نوموړي وویل چې د اسلامي دولت یا داعش حضور په افغانستان کې محدود دی، خو:
"فکر کوم چې د داعش په اړه مهمه دا ده چې د دې ډلې د تاثیراتو په اړه باید مبالغه و نه شي اما د پامه هم باید ونه غورځول شي.
دغه ټکي باید په پام کې ونیسو چې بې له شکه داعش حضور لري؛ خو حضور يې محدود دی. په لومړي ګام کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه په ختیځ ننګرهار کې فعالیت کوي.
داعش په نورو ولایتونو کې هم فعالیت کوي اما د ننګرهار په ډول نه."
په دغه پرېکړه لیک کې چې د ملګرو ملتونو له خوا د اکثریت رایو په تاید تصویب شو؛ په کې د وسله والو طالبانو پرخلاف پر بندیزونو او د سولې پر ټینګښت تاکید شوی.
په عین وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل ویلي چې هېواد يې امید لري؛ ترڅو د دوشنبې په ورځ د تصویب شوي پرېکړه لیک او د دې سازمان د نور پرېکړو په اساس چې پر سخت دریځو وسله والو د بندیزونو په برخه کې وضعه کېږي؛ د دې ډلو فعالیتونه محدود کړي.
نوموړي د افغانستان په ختیځ او نورو برخو کې د داعش ډلې فعالیتونو ته په اشارې وویل چې د تروریزم پرضد نړېواله مبارزه باید د افغانستان د پولو دباندې هم تاثیرات ولري.
ده د دغه مطلب په څرګندولو سره د افغانستان څخه اروپا ته د زرګونو افغانانو ناقانونه تګ ته هم اشاره وکړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی او د دې سازمان امنیت شورا د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته کړه چې سولې ته د رسېدو لپاره همدا یوه لاره ده.
نیکولاس هیسم وویل چې ملګري ملتونه د افغان حکومت هغه ژمنه چې د ډسمبر په ۹مه نېټه یې په اسلام اباد کې د سولې په ارتباط تکرار کړه؛ ملاتړ کوي.
نوموړي دغه راز وویل چې ملګري ملتونه د پاکستان امریکا او چین له خوا د افغانستان او طالبانو ترمنځ د خپل منځي خبرو پیشنهاد ته خوشبین دی.
راپور: محمدصادق رښتینی