د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

عزیزي: د کابل بانک ۲۲۷ نور پوروړي پېژندل شوي


د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي چې کورنیو چارو وزارت ته یې د کابل بانک د لسګونو نویو پوروړو د جلب مکتوب لیږلی دی.

د کابل بانک له سقوطه څه باندې پنځه کاله اوړي؛ خو د افغانستان لویې څارنوالۍ تازه د ۲۲۷ نوو پوروړو د پېژندلو خبره کوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د کابل بانک د نویو پوروړو دا لست چمتو شوی او په اړه یې جدي اقدامات کیږي.

ښاغلی عزیزي وايي چې دا پوروړي د کابل بانک پخواني مشر له خوا ورپېژندل شوي او د جلب لپاره یې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته مکتوب لیږلی دی:

"د افغانستان د لویې څارنوالۍ له خوا د کابل بانک د پوروړو دوه لستونه د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوي چې دا کسان د څېړنو لپاره حاضر کړي؛ په یوه لست کې ۲۲۷ کسان دي چې تازه د شېرخان فرنود د ادعا او اسنادو سره سم تهیه شوي دي په بل لست کې هم هغه کسان دي چې پېژندل شوي؛ خو پور ورکولو ته نه دي حاضر شوي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره ولسمشر اشرف غني د دولت خزانې ته د کابل بانک د لوټ شوو پیسو او د قضیې د حل لپاره یوه نیمه میاشت وخت ټاکلی و.

کابل بانک په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د دغه بانک د شریکانو له خوا له سقوط سره مخ او ورسره افغان حکومت په کور دننه او له هېواده بهر له زیاتو انتقادونو سره مخ شو.

د دغه بانک پخوانی مشر شیرخان فرنود او مرستیال خلیل الله فیروزي د محکمې له خوا د لسو کلونو په بند او لسګونو میلیونو ډالرو په ورکولو محکوم شول؛ خو انتقادونه دا دي چې اوس هم د بانک ټول پوره وړي نیول شوي نه دي.

په دې لړ کې د یوه ښارګوټي د جوړولو لپاره په عام محضر کې د خلیل الله فیروزي راڅرګندیدو یو ځل بیا د عامو خلکو او سیاسي ډلو دا انتقادونه د دوی په یقین بدل کړل.

خو دافغانستان لویه څارنوالی وايي چې دوی له هرو ممکنو لارو هڅه کوي د کابل بانک پورونه بیت المال ته وسپاري.

د څارنوالی ویاند وايي چې د ټولو پورونو شاوخوا ۶۰ فیصده یې راټول کړي او په دې اړه د حکومت جدیت ښه نتیجه ورکړي ده.

"تر اوسه د شپېته فیصدو څخه اضافه چې ممکن شاوخوا ۵۶۰ میلیونه ډالر وي راټول شوي دا رقم هره ورځ تغیر خوري ځکه خلک راځي او خپل پورونه پرې کوي."

په ځینو برخو کې د اداري فساد سره د مبارزې لپاره د ملي وحدت حکومت له کړنو او جمهور رییس غني د موقف څخه که څه هم استقبال شوی؛ خو خلک واي چې د فساد سره دا مبارزه باید لا جدي او په ټولو خلکو یو شان عملي شي.

XS
SM
MD
LG