د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ ۳ هوکړه لیکونه لاسلیک کېږي


ولسمشر غني نن اذربایجان ته ولاړ چې په دغه سفر کې به له خپل اذربایجاني سیال سره د دواړو هېوادونو تر منځ د بېلابېلو همکاریو په ځانګړي ډول د اقتصادي همکاریو په برخه کې د یو لړ تفاهم لیکونو د لاسلیک په اړه خبرې وکړي.

د اذربایجان پلازمینه باکو نن د ولسمشر غني کوربنه ده او د بهرنیو چارو د وزارات په وینا؛ ولسمشر له دغه سفره په اقتصادي برخه کې د ګڼو لاسته راوړنو تمه لري.

په دې اړه د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سفر کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره سلاکار شاکر کارګر؛ د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د مالیې، بهرنیو چارو، کانونو، ټرانسپورټ، ابو او برېښنا، ښارجوړونې، فواید عامې او د کار او ټولنیزو چارو وزیران د ولسمشرغني ملګرتیا کوي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ ټاکل شوې چې په دغه سفر کې افغان ولسمشر له خپل اذربایجاني سیال سره د درېیوو اقتصادي تفاهم لیکونو د لاسلیک تر څنګ د یاد هېواد له خوا د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې هم خبرې وکړي.

"په دغه سفر کې ټاکل شوې چې افغان حکومت له اذربایجان سره درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي چې د افغان ځواکونو د روزنې او دغه شان په اقتصادي برخه کې دي؛ خو تر ډېره به بحث د لارجوردو د لارې په بیا رغولو وي چې افغانستان له دغې لارې ګرجستان او اروپايي هېوادونو ته ټرانیزیټي دهلیز پرانېزي؛ د اذربایجان تر سفر ورسته به ولسمشر انقرې ته ولاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره به هم خبرې وکړي."

د ملي وحدت د حکومت د کار له پیله تر اوسه ولسمشر د منځنۍ اسیا او اروپايي هېوادونو ته څو ځلي سفرونه کړي دي.

چین ته د سفر او د اقتصادي تفاهم لیک د لاسلیک تر څنګ؛ څلورو اروپايي هېوادونو ته د ولسمشر سفرونه او د فرانسې، جرمني او ایټالیا د اقتصادي همکاریو ژمنه د ولسمشر غني نورې لاسته راوړنې ګڼل کېږي.

قزاقستان، ایران او ترکمنیستان ته د ښاغلي غني سفرونه او د اقتصادي همکاریو د تفاهم لیکونو لاسلیک کول او اوس یې اذربایجان ته سفر افغانستان سره سیمې او اروپايي هېوادونو د اقتصادي همکاریو نوی باب بلل شوې دی.

خو دغه سفرونه د افغانستان لپاره څه اقتصادي ګتې لري؟
د اقتصادي چارو کارپوه حسیب الله موحد د سیمې هېوادونو ته د ولسمشر غني سفرونه ډېر مهم ګڼي او وايي چې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د تفاهم لیکونو د عملي کېدلو لپاره باید لازمې هڅې تر سره شي:

"زما په اند که دغه سفرونه تر ډېره په افغانستان کې مدیریت شي او په یو پراخ پروګرام سره تر سره شي او دغه شان د افغانستان د ګټو لپاره کار وشي؛ ډېر به ګټور وي، تر دې پرته به دېری ګتې سیمه ییز لوبغاړي خپلې کړي."

تر دې دمخه افغان حکومت ویلي چې د نړۍ د هېوادونو په کچه یوه اجماع جوړه شوې چې د افغانستان او سیمې د هېوادونو تر منځ اقتصادي پراختیا د دغې اجماع یوه برخه ده.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني په نېږدې راتلونکي کې ترکیې ته هم سفر وکړي.

د اقتصادي چارو افغان کارپوه تاج محمد اکبر وايي؛ دغه سفرونه به هغه مهال د افغانستان لپاره ګټور وي چې ولسمشر غني په افغان ادارو کې فساد له منځه یوسي او له دې سره به د افغانستان اقتصادي اړیکې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره رنګ واخلي.
په ورته وخت کې دغه سفرونه له امنیتي نظره هم د افغانستان لپاره مهم ګڼل کېږي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده وايي چې دغه سفرونه د اقتصادي ګټو تر څنګ د افغانستان پر امنیت او له کابل سره د سیمې د هېوادونو د سیاسي همکاریو په پراهتیا هم خپل اغیز لري.

XS
SM
MD
LG