د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

ننګرهار ته په هلیکوپټرو کې د داعش جنګیالیو د لېږلو په اړه ادعاوې


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي ادعا کوي چې مشکوکو هلیکوپټرو د سې شنبې په شپه د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې د اسلامي دولت نومې ډلې جنګیالي ښکته کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د مشکوکو الوتکو په واسطه د افغانستان خاورې ته د وسله والو د انتقال ادعا کېږي.

اوس د افغانستان د مشرانو جرګې ځيني غړي هم ادعا کوي چې مشکوکو هلیکوپټرو د ننګرهار سرخ رود ولسوالۍ ته د اسلامي دولت یا داعش جنګیالي انتقال کړي دي.

سناتور جمعه دین ګیاڼوال د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې عمومي غونډې ته په دې اړه وویل:

"تېره شپه د ننګرهار په سره رود کې طیارې کېناستې او داعشیان ورڅخه راښکته شول. باید دا د امنیتي ارګانونو سره جدي وڅېړل شي چې آیا واقعیت لري او که نه نو دا ډېره مهمه موضوع ده."

د افغانستان مشرانو جرګه همدا راز په ننګرهار کې د خلافت په نوم راډیو د فعالیت د بندېدو غوښتنه کوي.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو او د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي هم له رسنیو سره په خبرو کې د ننګرهار د تور غره په لمنو کې له هلیکوپټرو څخه د تورو کالو لرونکو وسله والو د پلي کېدو مسئله تائید کړې ده.

له دې وړاندې د ولسي جرګې ځينو غړو ویلي وو چې مشکوکې الوتکې په ځینو ولایتونو له هغې ډلې بغلان او بدخشان کې وسله والو ته اکمالات رسوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له دې وړانې ویلي و چې داعش ډله په افغانستان کې پیاوړی بهرنی ملاتړ له ځانه سره لري. هغه مسئله چې د دفاع وزارت یې هم تأییدوي.

د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د سې شنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې په سرخ رود ولسوالۍ کې د الوتکو له لارې د داعش غړو د انتقال په اړه بې خبري څرګنده کړه، خو دا یې رد سینه کړ چې ټولې وسله والې ډلې په افغانستان کې د بهرنیانو ملاتړ له ځانه سره لري:

"موږ ته داسې راپور چې ننګرهار کې د داعش کښته کېدل تایید کړي؛ نه دی وړاندې شوی. خو په دې کې شک نشته او موږ دا نه ردوو چې که داعش دی، طالب او یا هم حقاني، په بشپړه توګه بهرنی ملاتړ له ځانه سره لري."

له دې مخکې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان اف کمپبل ویلي وو چې داعش غواړي ننګرهار په سیمه کې د خپلو فعالیتونو په مرکز بدل کړي.

د چارو کارپوهان داعش یوه نړېواله پروژه ګڼي چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ یې د خپلو اهدافو لپاره تمویل او تجهیزوي.

XS
SM
MD
LG