د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزارت؛ د هېواد له مېشتو قومونو څخه غواړي چې د ټاپي د پروژې له پلی کېدو سره مرستې وکړې.
که څه هم افغان حکومت په خپله خاوره کې د ټاپي پروژې د پلي کولو لپاره د امنیت ډاډ ورکړی؛ خو د قومونو او سرحدونو چارو وزارت په هېواد کې له مېشتو قومونوغواړي چې د دې پروژې په بشپړولو کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ونډه واخلي.
په دې مناسبت د سې شنبې په ورځ په کابل کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د قومي شوراګانو د استازو غونډه جوړه شوې وه.
د قومونو او سرحدونو چارو وزیر ګلاب منګل وویل؛ د ټاپي د پروژې پلی کېدل په هېواد کې د ثبات؛ اقتصادي ودې پرمختګ او پراختیا ضمانت کوي او قومونو ته په کار ده چې له بشپړولو سره یې مرستې وکړي:
"د هېواد په مسایلو کې قومونه، مشران، دیني عالمان او مخور د ملا د تېر حیثیت لري؛ د ټاپي پروژه د خلکو شتمني ده، په کار چې خلک له خپلې دې شتمنۍ څخه دفاع وکړي."
د ټاپي پروژې کار چې د ترکمنستان ګاز؛ د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدوي تېره اونۍ د څلورواړو هېوادونو د مشرانو له خوا د ترکمنستان په مري کې پيل شو.
د قومونو او سرحدونو چارو د وزارت چارواکو وویل؛ د دې نل لیکې اوږدوالی یو زرو اته سوه کیلومتره ښودل شوی چې شاوخوا اوه سوه پنځوس کیلو متره یې د افغانستان له لارې تېریږي.
چارواکو داهم وویل، په دې پروژې به د اسیایي بانک شاوخوا لس میلیارده ډالره ولګیږي او د دوه زره اتلسم میلادي کال ترپای پورې به بشپړه شي.
د قومونو او سرحدونو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې پروژه کې به لسګونو زره افغانانو ته د کار زمینې برابرې او حکومت به ځنې هرکال څه باندې څلورسوه میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.
یاده نل لیکه به د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو څخه، کوټې ته ولېږدېږي.
په غونډه کې راټولو شویو قومي مشرانو ژمنه وکړه چې د دې پروژې له پلې کېدو سره به هرډول مرستې وکړي.
د فراه ولایت د قومي شورا استازي عبدالکریم افضلي وویل:
"هرهغه اقدام چې د خلکو په ګټه وي؛ خلک یې ملاتړ کوي، د ټاپي پروژه د خلکو او هېواد په ګټه ده؛ د فراه ولایت اوسېدونکي حاضر دي په خپل ولایت کې له دې پروژې سره هر ډول مرسته وکړي."
همدارنګه د هرات ولایت د قومي شورا رییس عبداله هم ورته ژمنه وکړه:
"زه هم د لرغوني هرات د خلکو د سراسري شورا په استازیتوب؛ سل په سلو کې د دې پروژې ملاتړ کوم. زه باور لرم چې دا پروژه په ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینې برابرې کړي."
چارواکو دغه پروژه د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره مهمه وګنله او ویې ویل چې له پلي کېدو سره به یې په ټوله سیمه کې اقتصادي او تجارتي اړیکې پراخ او افغانستان به په کې د جنوبي او منځنۍ اسیاد د هېوادونو ترمینځ د یو مهم واټ په توګه ثابت شي.
خلک هیله ښيي چې حکومت دې د دې پروژې د پلي کولو لپاره معیاري پالیسۍ جوړې او ظرفیتونه دې ورته اماده کړي.
راپور: خان محمد سیند