د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې لا هم جګړه روانه ده


د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د سنګين ولسوالۍ پر مرکز اوس هم د وسله والو بریدونه دوام لري او هلته مېشت افغان ځواکونه د طالبانو پر ضد مقاومت کوي.

عمر ځواک د دغې جګړې پر مهال د رامنځته شوې مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه څه ونه ویل خو دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر يې ورکړ.

د سنګين د ټولنیزې شورا غړي وايي، له نن سهار راهیسې د وسله والو بریدونو یو ځل بیا زور اخیستی دی او ګڼ شمېر وسله وال د ولسوالۍ پر ودانۍ راګرځېدلي دي او جګړې ته دوام ورکوي.

که څه هم د دفاع وزارت سنګین ته د افغان کوماندویانو د رسېدو خبر ورکړی و خو د ټولنیزې شورا غړي وايي، تر اوسه هېڅ ډول مرسته او تازه دمي سرتېري سنګین ته نه دي رسېدلي.

تېره ورځ د دې ولسوالۍ د سقوط خبر هم خپور شو خو د هلمند والي میرزا خان رحیمي د سنګین ولسوالۍ د سقوط خبره ردکړه او دا يې ومنله چې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ سختې جګړې دوام لري.

بلخوا د دغه ولایت ولایتي شورا وايي چې که د هلمند نښتو ته پاملرنه ډېره او ورته تازه امنیتي او دفاعي ځواکونه ونه لېږل شي د دې امکان شته چې ټول هلمند سقوط وکړي.

زموږ همکار یوسف خان ځدراڼ د هلمند د ولایتي شورا له رئیس کریم اتل سره د هلمند د وضعیت په اړه مرکه کړې.

ښاغلی اتل د هلمند په اړه وايي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00
مستقیم لېنک

د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه ازادي راډیو یو بحث رابللی چې یې مېلمانه دي:

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالحی اخندزاده.

د پوځي چارو کارپوه جنرال محمد یوسف ځاځی.

او د ټېلیفون په لیکه کې په بحث کې ګډونوال دی د هلمند د والي ویاند عمر ځواک.

د دې بحث د اورېدو لپاره دا لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:24:25 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG