د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

پکتيا والي وايي په فساد ککړ چارواکو ملاتړ مه کوئ


د پکتيا والي په يوه ولسي غونډه کې خلکو ته د خبرو پرمهال وويل چې د پکتيا په اداره کې د اصلاحاتو په موخه به جدي ګام پورته کړي.

د پکتيا والي نصرت الله ارسلا په ياده غونډه کې د بانفوذه خلکو او وکيلانو څخه غوښتنه وکړه، د هغو چارواکو سفارش ونه کړي چې په فساد ککړ او عدليې او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي وي.

ده وويل، د پکتيا په اداره کې د اصلاحاتو لپاره به ګړندي ګامونه پورته کوي او هغه چارواکي چې د مرکز او ولسواليو په کچه په فساد کې ښکېل دي، ډېر ژر به يې عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي:

”له نن نه وروسته، زه د دې سټېج له لارې اعلان کوم، هر هغه چارواکی هغه که وړکی وي او که لوی، که د مرکز په کچه وي او که د ولسوالۍ چې په فساد کې ښکېل وي عدليي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کوم او له تاسو مې غوښتنه دا ده چې بيا به يې سفارش ته نه راځئ.“

نوموړي د پکتيا له بانفوذه اشخاصو، ولايتي شورا او پارلمان له وکيلانو څخه وغوښتل چې د اصلاحاتو په راوستو کې د ده ملاتړ وکړي او د هغو کسانو او اشخاصو تر شا ونه دريږي چې د اداري فساد په تور عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي وي:

”غوښتنه مې د ولايتي شورا، سناتورانو او د ولس له غړو نه دا ده، هر هغه څوک چې د فساد په تور يې څارنوالۍ ته لېږو بيا به يې د سفارش لپاره نه راځئ، موږ يو مثال د معارف لرو، نهه تنه مو څارنوالۍ ته معرفي کړل او دا ټول خلک پسې راغلي دي او سفارش يې کړی دی چې بايد خلاص شي، دې کې شک نشته چې دا د پښتنو عننوي سيمه ده او موږ بايد مشرانو مخ ته وګورو، خو تاسو په دې قضاوت وکړئ چې تاسو د چا سفارش کوئ، هيله ده اول له ځان سره قضاوت وکړئ چې دا خلک په سفارش ارزي او کنه.“

په ياده ولسي غونډه کې چې پکتيا والي د خلکو شته ستونزې واورېدې دا ژمنه يې هم وکړه چې د خلکو ستونزې ته د رسېدو لپاره به د مرکز په مرسته دلته د لويو پروژو تطبيق او په اداره کې د اصلاحاتو لپاره ګړندي ګامونه واخلي.

د غونډې يو بل ګډونوال او د ولايتي شورا وکيل ډاکټر عالمير بهرام زوی د پکتياوالي نصرت الله ارسلا د خبرو ملاتړ وکړ او له خلکو څخه يې غوښتنه وکړه چې په فساد د ککړو چارواکو ملاتړ ونه کړي:

”کوم معلومات چې موږ لرو هغه څوک چې دلته ډېر په فساد ککړ دي، د هغوی ترشا بانفوذه خلک او وکيلان ولاړ دي او دغه خلک بايد عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي او موږ د والي صاحب تر شا ولاړ يو او د ده له خبرې کلک ملاتړ کوو او په دې هيله يو چې په خپله خبره اقدام وکړي او غوښتنه مو دا ده، هر هغه څوک چې په فساد ککړ دي بايد هېڅوک يې سفارش او ملاتړ ونه کړي او پرېږدئ چې اصلاحات راشي.“

ده دا هم وويل چې په اداره کې اصلاحات يوازې په يو يا دوه کسو نه شي راتلای، په خبره يې په کار دي چې د پکتيا ولسونه د خپلو با احساسه او پاکو چارواکو ترشا ودريږي او همدا ډول يو قومي مشر جنت خان منګل هم د والي د خبرو د ملاتړ ترڅنګ وويل:

”هغه نظر چې په غونډه کې والي صاحب وويل چې په فساد ککړ خلک به محکمو ته معرفي کوي، موږ يې د خبرو ټکي په ټکي تايد او ملاتړ کوو او غوښتنه کوو چې دغه خلک څارنواليو ته معرفي کوي بايد بانفوذه خلک، قومي مشران او وکيلان د والي ملاتړ وکړي نه د فاسدو چارواکو.“

ده زياته کړه، د تغيراتو راوستو په خاطر پکار ده چې ولسونه د والي ترشا ودريږي او له مرکز څخه په شريکه غوښتنه وکړو چې پکتيا ته توجه زياته کړي.

والي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د پکتيا ځينې وکيلان، قومي مخور او مدني فعالان په اداره کې د اصلاحاتو نه راتلو او فساد زياتېدو په تور په پرلپسې ډول په ولايتي چارواکو تورونه پورې کوي او د جدي اصلاحاتو غوښتونکي دي.

راپور- داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG