د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

هایسم: افغانستان اړ دی چې د سولې پر لور سیاسي لاره پيدا کړي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پرون دوشنبې په نیویارک کې د افغانستان پر حالاتو د خبرو لپاره ځانګړې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې، په کابل کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازي او په کابل کې د سازمان د سیاسي دفتر یوناما مشر، نیکولاس هایسم پر هغو ستونزو او پرمختګونو څرګندونکې وکړې چې افغانستان په۲۰۱۵ میلادي کال کې ورسره مخامخ وو.

هایسم وویل، که څه ستونزې زیاتې وې او د ملي یووالي حکومت پر فعالیت د خلکو باور کم شوی خو په اقتصادي برخه کې ځیني مثبت پرمختګونه شوي دي.

هایسم په افغانستان کې د روان بحران لپاره د سیاسي حل پر اهمیت ټینګار وکړ.

ښاغلي هایسم زیاته کړه،یوازې د افغانانو ترمنځ داسې یوه موافقه چې پر اساس یې دوي په خپلو کې سوله ییز ژوند وکړي، په راتلونکي کې پرځان متکي او با ثباته افغانستان جوړولای شي.

نیکولاس هیسم پرون په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته وویل:

"افغانستان اړتیا لري چې د سولې پر لور سیاسي لاره پيدا کړي. جګړې که له یوې خوا پر افغانانو ناورین جوړ کړی، له بله پلوه یې د داسې سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره چې ثبات ټینګولای شي، د هڅو لاره بنده کړې ده."

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما مشر ټینګار وکړ چې د افغانستان له حکومته خپل ملاتړ به جاري وساتي او هڅه به وکړي چې له طالبانو سره د سولې په مذاکرو کې د افغانانو د بشري حقونو، خلکو ته د بشري مرستو د رسیدو او د سیاسي مشارکت ضمانت وشي. ده له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت د چمتوالي ستاینه وکړه.

نیکولاس هایسم زیاته کړه چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت باید په ۲۰۱۶ میلادي کال کې خپل اغیزمنتوب افغانانو او هغو نړېوالو مرسته کوونکو ته ثابت کړي چې مالي او تخنیکي همکارۍ ورسره کوي.

نیکولاس هایسم زیاته کړه:

"نړېواله ټولنه به په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له افغانستان سره د خپلو مرستو د څرنګوالي په اړه جدي پریکړې وکړي. د ناټو غړي هېوادونه به په وارسا کې غونډه وکړي او د خپل څلور کلن تعهد پریکړه به وکړي او د مالي مرسته کوونکو هېوادونو استازي به په بروکسل کې وګوري او له افغانستان سره د ملکي همکارېو د څرنګوالي په اړه به پریکړه کوي."

نیکولاس هایسم زیاته کړه چې نړېوال هېوادونه باید دا ډاډ ولري چې له افغانستان سره د دوي مرستې د اړتیا په ځای کې لګول کیږي او څرګند اغیز لري.

افغانستان باید دا څرګنده کړي چې د اداري فساد مخنیوی کوي او په حکومت کې ضروري اصلاحات راولي څو نورو هېوادونو ته د افغانانو د تېښتې مخنیوی وشي.

هایسم وویل، په افغانستان کې فقر او بې کارۍاوج ته رسیدلې، له اداري فساد سره باید مبارزه وشي او د نړېوالو ځواکونو د شمېر د کمیدو له امله افغان امنیتي ځواکونه تر زیات فشار لاندې دي.

هایسم وویل، د جګړې بار پر ملکي افغانانو دی، ملکي تلفات تر بل هر وخت زیات شوي او ګڼ شمېر خلک د جګړې له امله بې کوره شوي دي.

نیکولاس هیسم زیاته کړه:

"ګڼ شمېر افغانان د راتلونکې په اړه تشویش لري او یو شمېر خلک فکر کوي چې د امنیت، اقتصادي ګټو او کار لپاره نورو هېوادونو ته له تګه پرته بله لار نه لري."

هایسم زیاته کړه چې له ټولو ستونزو سره، په افغانستان کې د ثبات ټینګ ساتلو لپاره د پام وړ پرمختګ هم شوی دی .

نیکولاس هایسم بیا هم وویل:

"د پرمختګ یوه ښه بیلګه دا ده چې د انتخاباتو د اصلاح ځانګړي کمېسیون د خپلو سپارښتنو دوهم او وروستی رپوټ بشپړ کړ . زه د دې بهیر د بشپړیدو په تمه یم چې په پایله کې به یې د انتخاباتو نېټه وټاکل شي او پر ډيموکراتیکو بهیرونو او انتخاباتي بنسټونو به د خلکو باور ټینګ کړي."

د [یوناما] مشرټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید د امنیتي ځواکونوروحیه ښه شي، اداري چاري باید له فساده پاکې شي څو خلک پر حکومت باور زیات کړي او نړیوال باید له دې هیواد سره د هوايي ځواک په جوړولو او پياوړي کولو کې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG