د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

کابل ښار د راکټي بریدونو لاندې ونیول شو


د دوشنبې په شپه د ۰۹:۰۰ بجو په شاوخوا کې کابل ښار د راکټي بریدونو لاندې ونیول شو او یو ځل بیا د دغه ښار د خلکو امنیت او آرامي په بېلابېلو سیمو کې د دوو راکټونو په توغېدو سره، وګواښل شوه.

لومړی راکټ د کابل ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې دقیقاً د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، مالیې وزارت او عدلیې وزارت ته څېرمه سیمه کې د کانونو او پټرولیم وزارت په انګړ کې لږېدلی دی.

په ورته وخت کې دوهم راکټ په لسمه امنیتي حوزه کې په یوې ډېپلومات مېشته سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوه کمپ ته څېرمه لږېدلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب الله دانش له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دغو راکټي بریدونو پخلی وکړ او وویل:

"دوه راکټونه وو چې یو یې د کابل ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې د کانونو او پټرولیم وزارت په انګړ کې او بل یې د کابل ښار په لسمه امنیتي حوزه کې د ایګر کمپ ته څېرمه لږېدلی دی".

همداراز ښاغلي دانش زیاته کړه:

"له نیکه مرغه په دغو پېښو کې چا ته زیان نه دی رسېدلی او پولیسو په دې اړه خپلې پلټنې پيل کړي دي".

تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې دغه راکټونه له کوم ځای څخه توغول شوي دي.

هېڅ یوې ډلې تر اوسه د دغو راکټي بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG