د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

۷زره کسیزه ځواک د ټاپي پروژې امنیت ټینګولای شي؟


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ټاپي پروژې د امنیت ټینګښت ته به ۷ زره ځانګړي ځواکونه په دندو وګماري.

له افغانستان څخه د تېریدونکي ټاپي پروژې د امنیت ساتلو لپاره اووه زره کسیز امنیتي ځواک ځای پر ځای کېږي چې د افغانستان لپاره له اقتصادي اړخه بې سارې ګڼل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش وايي چې دغه وزارت کافي اندازه ځواکونو ته مسلکي زده کړې ورکړي او کولای شي د ټاپي پروژې امنیت په سم ډول ټینګ کړي.

ښاغلي دانش د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا اووه زره کسیز ځواک په هغو سیمو کې ځای پر ځای کیږي چې د ټاپي پروژې د ګازو پایپ لاین ورڅخه تیریږي:

"د ټاپي پروژې او د هغې مسیر د امنیت لپاره چې دا پایپ ورڅخه تیریږي؛ په کافي اندازه ځواک لرو، خو اوس د دغې پروژې لپاره د اوه زره عسکرو وړاندوینه شوې ده؛ له دې وړاندې هم د ځینو خصوصي کمپنیو او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې څانګې په دې برخه کې د امنیت د ټینګېدو کار کړی؛ څرنګه چې دا د هېواد غټه پروژه ده؛ موږ هڅه کوو چې په ښه او غوره شکل د هغې امنیت وساتو."

ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان تېره اونۍ د شاوخوا لسو ملیاردو ډالرو په ارزښت د ګازو د پایپ لاین پروژه چې ټاپي نومیږي؛ د ترکمنستان په ماري ښار کې پرانستله.

افغانستان چې د سیمې د دریو نورو هېوادونو تر منځ د دغې پروژې په پلي کولو کې د نښلونکي پله حیثیت لري؛ د نورو ګټو تر څنګ یې خلکو او چارواکو ته د کار موندنې؛ امنیت او اقتصادي ګټو په برخه کې لوړې هیلې راپیدا کړي دي.

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې هیله وښوده چې د دغې پروژې له پلي کېدو سره د هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د رغېدو تر څنګ د افغانستان امنیتي وضعیت هم ښه شي:

"د دغې پروژې اهمیت په اقتصادي، سیاسي، نظامي او امنیتي برخو کې د ګټو تر څنګ د سیمې په کچه یو مثبت نظر پیدا کیدل هم دي؛ دا یو ډول اقتصادي پیوند جوړوي، زموږ ډېره هیله دا ده چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه کېدو سبب هم شي."

ټاکل شوي چې د دغې پروژې کار تر درېیو نورو کلونو پای ته ورسیږي او د ټول ټال ۱۸۰۰ کیلومترو اوږدوالي څخه یې ۷۳۵ کیلومتره د افغانستان له خاورې تیریږي.

خو پوښتنه دا ده چې په یوه هېواد کې چې د لویو لارو امنیت یې د ډاډ وړ نه دی ایا د دومره اوږده پایپ لاین د غځولو چارې به اووه زره کسیز ځواک سمبال کړای شي؟

د چارو کارپوه حی ګل سلیمان خېل وايي چې په دومره اندازه ځواک د هغې پروژې ډاډمن امنیت ناممکن ښکاري چې ډېره برخه یې له ناامنه ولایتونو تیریږي.

"اوه زره کسان د دغې پروژې لپاره کم دي دا باید قید نه وي؛ په وخت سره باید دا شمېره لوړه شي؛ پر دې سربېره افغانستان، پاکستان او هندوستان د دغې پروژې څخه ګډه ګټه اخلي؛ نو ځکه پاکستان هم باید ډير پام وکړي او څوک راونه لیږي او نه هم د دغې پروژې بې امنه کولو ته څه لارې ولټوي."

خو له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت وايي چې دوی هم چمتو دي چې د نورو اقتصادي پروژو په څير د ټاپي پروژې امنیت ته هم کار وکړي.

په همدې حال کې د چارو یو شمېر نور کارپوهان وايي چې د ټاپي پروژې د امنیت ساتل یوازې د افغانستان کار نه دی.

د دې کارپوهانو له ډلې عبدالله واحدیار په دې باور دی چې ټاپي پروژه یواځې افغانستان ته ګټه نه رسوي بلکې هندوستان او پاکستان هم ترې ګټه اخلي او په کار ده چې دا هېوادونه هم په دې برخه کې لازمه مرسته وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG