د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

عبدالله: ډېر ژر به د انتخاباتو کمېسیون نوی شي


د افغان حکومت اجراییه رییس وايي؛ حکومت د راتلونکو انتخاباتو د جوړوېدلو په هدف د زمینو برابرولو په برخه کې په عزم او ارادې سره کار کوي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې ډېر ژر به د انتخاباتو کمېسیون نوی شي او د انتخاباتو نېټه به اعلان کړي:

"د انتخاباتو د نوي کمېسیون جوړېدل زموږ ټولو هدف دی چی دوی به بیا د راتلونکي کال لپاره د انتخاباتو نېټه ټاکي؛ په ورته وخت کې په ملي وحدت حکومت کې هم د راتلونکو انتخباتو لپاره تیارۍ او د دغو انتخاباتو لپاره عزم او اراده موجوده ده او د هغه مشورو له مخې چې په دې ورستیو کې موږ درلودلی؛ موږ به یې اعلان کړو، یا حکومت به اعلان وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون د خپلو وړاندیزونو بشپړه ټولګه په همدې غوندې کې اجراییه رییس ته وسپارله.

د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسیون رییس شاه سلطان عاکفي وویل چې په تېرو پنځو میاشتو کې دوی د انتخاباتي اصلاحاتو ټول موارد ارزولي او په دې برخه کې یې د افغان او نړېوالو کارپوهانو او دغه شان د هغو بنسټونو چې پر انتخاباتو څارنه کوي؛ مشورې هم اخیستې دي.

د ښاغلي عاکفي په وینا، دوی پرته له هېح ډول مداخلي یا فشار خپل کارونه بشپړ کړل او د حکومت له مشرانو یې وغوښتل چې د دوی وړاندیزونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون په دغه موده کې په درېیو برخو د انتخاباتي نظام په بدلون کې د ولسمشر د وړاندیز؛ انتخباتي حوزو، د شفافیت په نوم د یوې کمیتې په جوړولو او په لنډ مهالي، منځ مهالي او اوږد مهالي کې د انتخاباتي اصلاحاتو اړوند موضوعاتو په اړه کار کړی دی.

د معلوماتو له مخې په منځ مهالي اصلاحاتو کې انتخاباتي جرمونه، لګښتونه، په انتخاباتو کې د کډوالو حقونه او ټکنالوجي شامله ده او د اوږدمهالو اصلاحاتو خبره تر ډېره په اساسي قانون کې د انتخاباتو د موضوع سره تړاو لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په انتخاباتي کمېسیونونو کې د بدلون په هدف هڅې بې نتیجې ګني.

د دغه کمېسیون ویاند نور محمد نور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تاسې ولیدل چې د افغانستان ولسې جرګې د رایو په اکثریت سره دغه بدلونونه او د ولسمشر تقینیني فرمان رد کړ؛ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لید لوری دا دی چې دا کارونه چې تر اوسه شوي کوم ځای ته نه رسیږي؛ ځکه چې پخوا هم له قانون سره په ټکر کې ول او تر دې ورسته به هم د قانون خلاف وي."

د انتخباتي اصلاحاتو کمېسیون د ولسمشر په فرمان سره د روان کال د سرطان د میاشتې په ۲۴ نېټه خپل کار پیل او د قوس د میاشتې په دېرشمه نېټه یې ورستی کړ.

دی ټولو اختلافاتو او په انتخاباتي بنسټونو کې د اصلاحاتو د راوستلو په تړاو د ولسي جرګې دریځ ته په پام سره به له وخت مخکې وي چې په انتخاباتي کمېسیونونو کې د یادو بدلون په اړه وړاندوینه وشي چی دا هڅې به تر کومه تطبیق شي.

XS
SM
MD
LG