د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

ولسي جرګې د انتخاباتي کمېسیونونو په اړه د ولسمشر فرمان رد کړ


د ولسي جرګې له خوا یو ځل بیا د جمهور رییس یو بل فرمان چې د انتخاباتي کمېسیونونو د دندو، تشکیل او صلاحیتونو په اړه دی په داسې حال کې رد شو چې د دغې جرګې ډیر غړي هغه د قانون سره ښکاره په ټکر کې بولي.

د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې چې کله هم د انتخاباتي کمېسیونونو د صلاحیتونو؛ دندو او تشکیلاتو په اړه د جمهور رییس دا فرمان غونډې ته وړاندې شو له یوه شنه کارت پرته نورو وکیلانو د هغې سره مخالفت څرګند کړ.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي ازادي راډيو ته د دغه فرمان د ردېدو دلایل داسې په ګوته کړل:

"د انتخاباتو کمېسیونونو کارونه د غوراوي کمیټې ته ورسپارل شوي؛ دا کمېټه چې جوړه شوي او یا چې دوی وړاندیزونه کوي؛ دا غیر قانوني اعمال دي، ځکه د انتخاباتو کمېسیون د ولسي جرګې څخه د باور رایه اخیستي ده؛ په دغو امورو کې د جمهور رییس فرمان د قانون سره په ټکر کې و او ستونزه دا وه چې هېواد نور د بحرانوو سره مخ کېده."

له دې وړاندې دغې جرګې د مخابراتي مالیو، د حق العبور محصولاتو، عمومي مالیاتو، اقتصادي سالاکار لپاره د ځانکړي بودجوي واحد د جوړېدو او د سرپرستۍ په اړه هم د جمهور رییس محمد اشرف غني تقنیي فرمانونو ته د رد رایې ورکړي دي.

د راپورونو له مخې د انتخاباتي کمېسیونونو د دندو؛ صلاحیتونو او تشکیلاتو په نوې فرمان کې چې ولسي جرګې رد کړه؛ د انتخاباتي کمیشنرانو د دندو مودې له شپږو کالونو څخه درېیو ته راښکته شوي؛ د انتخاباتو په قانون کې د وړاندیزونو صلاحیت د غورواوي کمیټې ته ورکړل شوی او په اساس یې د غوراوي کمېټه جوړه شوې ده.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي چې په دغه فرمان کې ډېر څه د جمهور رییس او اجراییه رییس په ګټو راڅرخېده او له عملي کېدو سره یې یو ځل بیا د څوکیو ویش پیلېده.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ټول کار یې دې ته جوړ کړی و چې دا کمیشنران لرې کړي او په خپلو منځو کې یې پنځوس - پنځوس سره وویشي؛ داسې لکه چې یې وزارتونه او ولایتونه سره تقسیم کړل؛ د انتخاباتو کمېسیونونه هم داسې کړي چې درې یو کس معرفي کړي او څلور بل لوری چې دا کار بې له شکه د افغانستان انتخابات له ګڼو ستونزو سره مخ کوي."

دا فرمان په داسې وخت کې ردیږي چې په اساس یې تېره اونۍ د غوراوۍ کمېټه هم جوړه شوې چې دا کمېټه ولسمشر ته د کمیشنرانو د ورپېژندلو لپاره کار کوي.

ولسي جرګه وايي چې له دې وروسته دا کمېټه هم باید ختم اعلان شي او د انتخاباتو په اړه د پرېکړو او وړاندیزونو چارې دې له قانون سره سم یوازې انتخاباتي کمېسیونو ته وسپارل شي.

بل لورته د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي؛ هڅه کوي چې د انتخاباتو کمېسیون نوی کړي؛ تر څو د تېرو انتخاباتو ستونزې بیا تکرار نه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG