د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

په شمال کې د پامیر ۷۰۷ زون قوماندانۍ خپل فعالیت پیل کړ


د پامیر ۷۰۷ زون قوماندانۍ په شمال زون کې د پولیسو د فعالیتونو د همغږي کولو او د امنیت د ټینګښت په مقصد خپل فعالیت د افغانستان په شمال کې پیل کړ.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د یادې قوماندانۍ د رامنځته کېدو اساسي هدف دا دی؛ ترڅو په شمال زون کې د پولیسو ځواکونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي او د بلخ، سرپل، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو د پولیسو د هدایت د یوه واحد مرکز په توګه عمل وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو عمومي مشر لوی پاسوال جنرال سالم احساس په بلخ ولایت کې رسنیو ته په خبرو کې وویل چې د یادې قوماندانۍ مقر به په بلخ ولایت کې وي او له همدې ځایه به د شمال زون د ټولو ولایتونو د پولیسو فعالیتونه کنټرول او هدایت کوي.

هغه د پامیر ۷۰۷ زون د پولیسو قوماندانۍ د رامنځته کېدو اساسي هدف داسې په ګوته ګر:

"د یادې قوماندانۍ څخه د رامنځته کېدو هدف دا دی چې د تخریبي کړنو مخه ونیسو او همدارنګه د پولیسو فعالیتونه په مختلفو شمالي ولایتونو کې همآهنګ او انسجام ورکړو."

په عین وخت کې بیا د بلخ سرپرست والي وايي چې د شمال زون د پولیسو ترمنځ د همکارۍ روحیه نه ده موجوده او دا ځواکونه د نظامي او لوژستیکي تجهیزاتو له کموالي سره مخ دي.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وايي چې د یادې قوماندانۍ په رامنځته کېدو سره به د دې زون د پولیسو فعالیتونه همغږي شي او ورسره به د امنیت د ټینګښت او ثبات په برخه کې هم دا قوماندانۍ لوی نقش ولوبوي:

"باید د ملي پولیسو ترمنځ د همکارۍ روحیه را ژوندی شي او د هغو د لوژستیکي او نظامي کمبوتاتو سره مخ دي چې مرکز باید په دې برخه کې ورته رسیدګي وکړي."

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ چې ټول هېواد کې د ملي پولیسو د فعالیتونو د همغږي کولو په مقصد د افغانستان په سطح د پولیسو د همآهنګۍ ۸ لوی زونونه د کورنیو چارو د وزیر د غوښتنې او د ولسمشرۍ ماڼۍ د منظورۍ پر اساس رامنځته شوي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG