د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

فریده مومند: هغو ښوونکو چې ترفېع نه ده کړې، منفک به نه شي


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وزیره فریده مومند پر دې خبرې له ټینګار سره چې هېڅ مفسد ته په کانکور کې د مداخلې موقع نه ده ورکړل شوې او د کابل پوهنتون یو استاد به هم منفک نه شي وايي، هغو استادانو چې علمي ترفېع نه ده کړې، یو کال وخت لري څو خپل علمي اثر بشپړ او ترفېع واخلي

اغلې مومند چې د یکشنبې په ورځ مشرانو جرګې ته د کانکور په آزموینه کې د شفافیت د نشتوالي، په دې پروسه کې د زورواکانو مداخلې، د تحصیلي اسنادو پلورل کېدل او د پوهنتونونو د استادانو د وروستي اعتصاب په اړه د پوښتنو د ځواب لپاره ورغوښتل شوې وه دا هم وویل چې په ځینو دولتي پوهنتونونو کې اداره کمروزې ده خو حل ته یې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې غړو انتقاد کاوه چې په ځینو تحصیلي موسسو کې د مدیریت د کمزورۍ له امله، زورواکان د کانکور په پروسه کې مداخلې کوي.

د مشرانو جرګې غړو دا هم وویل، د لوړو زده کړو وزارت دې د استادانو د تقاعد په سن له سره غور وکړي.

خو اغلې مومند مشرانو جرګې ته څرګنده کړه چې له جمهور رئيس سره یې په لیدنه کې د هغو استادانو پر نه منفکېدو ټینګار کړی چې د علمي اثر د نه بشپړېدو له امله له ترفېع پاتې شوي دي.

اغلې مومند وویل:

"زه تاسې ته ډاډ درکوم، هغو استادانو چې ترفېع یې نه ده کړې، منفک به نه شي، د هغو د ستونزې حل ته لارې لټوو، کوم استادان چې نوي جذب شوي او هغوی چې تجربې لري، پر ځای به پاتې شي."

سږ کال د کانکور د پروسې له پیل سره سم د پوهنتونونو یو شمېر استادانو، د دې لپاره اعتصاب وکړ چې د لوړو زده کړو قانون د دوی حقوق نه شي تضمینولی.

د لوړو زده کړو په قانون کې د یو استاد د تقاعد سن ۶۵ کاله ښودل شوی او هغو استادانو چې څو کاله له ترفېع پاتې وي باید منفک شي.

د لوړو زده کړو وزیره وایي اوس مهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۳۵ سلنه استادان ماستري لري او هڅې کېږي چې د لېسانسه استادانو ظرفیت هم ماسترۍ ته لوړ شي.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد عالم ایزدیار چې په دې ورځ یې د جرګې مشري کوله د لوړو زده کړو له وزیرې وغوښتل چې د استادانو د ستونزو حل ته دې اقدام وکړي.

ښاغلي ایزدیار زیاته کړه:

"په دې اړه درې عمده موضوع ګانې وې، د لوړو زده کړو قانون، وزیر صاحب باید معترض استادان مخکې له دې چې د مسئلې مراحل یې تېر شي وویني او بله دا چې موږ د دې قانون لپاره وخت لرو، له قانون پوهانو به مشورې وغواړو. د لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې مرسته وکړه ځکه دا قانونه د همدوی لپاره جوړېږي."

په ورته وخت کې د ځینو دولتي پوهنتونونو استادان حکومت ته خبرداری ورکوي چې غوښتنې یې ملي شورا ته سپارلي او که ونه منل شي د کانکور د آزموینې له اخیستو به ډډه وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG