د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

ټاکل شوي پلاوی، د کندهار پر هوايي ډګر د حملې اصلي لامل څرګند کړ


کندهار ته د مشرانو جرګې تللی څېړنیز پلاوی وایي چې د کندهار پر هوایي ډګر د خونړۍ حملې عمده لامل د امنیتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي وه.

د دغه پلاوي مشر او د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزیدیار نن د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د دوی د څېړنو له مخې یاده پېښه اووه میاشتې مخکې پلان شوې وه.

د افغانستان دفاع وزارت هم په ټیټه سطحه د نه همغږۍ موجودیت تائیدوي، خو وایي هڅه کوي چې د وخت په تېریدو دغه ستونزه هم هواره کړي.

کندهار ته د مشرانو جرګې تللی څېړنیز پلاوی وایي، د امنیتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي، کمزري استخبارات او وظیفوي غفلت د کندهار پر نړېوال هوایي ډګر د حملې عوامل دي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزیدیار چې کندهار ته یې د دغه پلاوي مشرې کوله؛ وايي، د دوی څېړنو وښوده چې د کندهار پر هوایي ډګر حمله ۷ میاشتې مخکې پلان شوې وه.

ښاغلي ایزیدیار د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د خپلو څېړنو نتیجه اعلان کړه او وې ویل چې طالبانو هوایي ډګر ته نږدې په یوه حمام او بازار کې وسلې او مهمات ځای پرځای کړي وو:

ښاغلي ایزیدیار زیاته کړه:

"یوه مساله په دغه ساحه کې د امنیتي چارواکو ترمنځ د لازمي همغږۍ نشتوالی وو چې په دې سیمه کې هېڅ همغږي نه وه موجوده، دا چې څنګه مخالفینو دلته نفوذ وکړ یو لامل یې په سیمه کې یو غیر معیاري بازار وو، موږ قول اردو ته وویل چې دا څنګه کېدای شي چې اووه میاشتې مخکې دلته چاودېدنکي مواد ځای پر ځای کېږي خو څوک دي خبر نه وي، د امنیتي پولیسو او قرول له دروازې څخه شروع بیا د پېښې ترځایه وظیفوي غفلت موجود دی."

هغه وویل چې د دوی د څېړنو له مخې په دې پېښه کې د چارواکو په قول ۵۴ او د عامو خلکو په وینا ۹۱ تنه چې اکثره یې ملکي وګړي و، وژل شوي دي.

ښاغلي ایزیدیار زیاته کړه چې د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د چارواکو ورته ویلي چې د پېښې په تړاو درې تنه نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت باید د پېښې څېړلو ته یو با صلاحیته پلاوی وټاکي او هغه کسان چې غفلت یې کړی هغه مجازات کړي.

د یاد راپور د وړاندې کولو پر مهال د دغه پلاوي غړي او د کندهار سناتور رحمت الله اڅکزي وویل چې یاد راپور نیمګړتیاوي لري او څنګه چې لازمه ده هغسې نه دی را اخستل شوی.

وسله والو مخالفینو چې ویل کېدل شمېر یې ۱۴ تنه وو د قوس په ۱۷ مه ماښام څه باندې پنځه بجې د کندهار پر هوايي ډګر حمله وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي چې په ستراتیژکو برخو کې ستونزې نه لري بلکې کله کله په تکتیکي برخو کې ځیني ستونزي رامنځته کیږي چې هغه به هم ډېر ژر هواري کړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

"موږ په ستراتیژکو او اوپراتیفي برخو کې ستونزې نه لرو کله کله په تکتیکي برخو کې په همغږۍ کې ستونزي رامنځته کېږي هغه باندې موږ کار کوو چې د ټیټې سطحې قوماندان او مسوولین وروزو."

تر دې وړاندې د افغانستان ولسي جرګې هم خپل یو پلاوی د یادې پېښې د څېړلو په هدف کندهار ولایت استولی وو چې هغوی هم د پېښې لامل د همغږۍ نشتوالی یاد کړی وو.

کندهار ولایت چې په دې وروستیو کې یې امیت نسبي ښه شوی وو خو دې پېښې یو ځل بیا خلک د امنیت له پلوه اندېښن کړل.

XS
SM
MD
LG