د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

امریکا باید له پاکستان سره په خپلو مالي مرستو دقیقه څارنه ولري


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي چې متحده ایالات باید له پاکستان سره په پوځي او امنیتي برخو کې په خپلو مالي مرستو دقیقه څارنه ولري.

د دې جرګې د نړېوالو اړیکو د کمېسیون غړي د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان له پوځ سره د امریکا له مالي مرستو په تېر کې هم څارنه نه ده شوې.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي که پاکستان سره د امریکا متحده ایالاتو له مرستو سمه څارنه ونه شي ممکن دا پیسې د ترورېزم څخه په ملاتړ ولګول شي.

دوي وایي، په تېرو کلونو کې هم له پاکستان سره د ترورېزم په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو مالي مرستې ضایع شوې دي.

د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمېسیون غړي عبدالقادر ځاځي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغو مرستو په څارنې ټينګار وکړ.

ښاغلي ځاځی وايي:

"که امریکا د تروریزم د له منځه وړلو لپاره له پاکستاني پوځيانو سره مرسته کوي، زه وایم لومړی باید دا مرسته ونه کړي او که دا ډول مرستې کوي باید دقیق ترې څارنه وکړي، باید داسې ونه شي چې په دې ۱۳ کلونو کې پاکستاني نظامیانو پیسې واخېستلې دا چې ترورېزم له منځه یوسي ورځ تربلې د ترورېستانو مرکزونه یې پیاوړي کړل."

دا خبرې وروسته له هغه مطرح کیږي چې امریکا ته د پاکستان د دفاع وزارت د یوه چارواکي په وروستي سفر کې متحده ایالاتو له پاکستان سره په دفاعي پوځي او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې خپلې مالي مرستې تجدید کړي دي.

د یو شمېر پاکستاني رسنیو په راپورونو کې راغلي چې دواړو لورو په دوه اړخیزو امنیتي همکارېو رضایت ښودلی او امریکا د پاکستاني ځواکونو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د خپلو مرستو په دوام ټينګار کړی.

په همدې حال کې پاکستاني لوري هم ویلي چې د ترورېزم پرضد د دوې روان عملیات به یوې منطقي نتیجې ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې څلور ورځې مخکې د امریکا د کانګریس یو شمېر غړو د پاکستان د ملي پوځ او استخباراتو د چارواکو پر سفرونو او شتمنیو د بندیزونو غوښتنه وکړه.

دوې ویلي وو چې پاکستان په وروستیو ۱۵ کلونو کې له امریکا څخه په مېلیاردونو ډالره اخستي دي خو د دغه هېواد ملي پوځ او استخباراتو له ترهګرو په ځانګړي توګه د طالبانو او حقاني شبکې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

په عین حال کې یو شمېر سیاسي څيړونکي وایي چې متحده ایالات باید له ترورېزم سره د مبارزې په برخه له پاکستان سره په خپلو مرستو ارزیابي ولري.

افغان کارپوه محب الله شریف ازادي راډيو ته وویل، که ریښتنۍ سیاسي اراده او ارزیابي موجوده وي دا مالي مرستې کولای شي چې د ترورېزم پرضد دا ټاکلي هدف لپاره ګټورې وي.

ښاغلي شریف زیاته کړه:

"د امریکا متحده ایالات چې له پاکستان سره مالي مرستې کوي په دې کې څو ټکې ډيرې مهمې دي لومړی دا چې دا مرستې څه لپاره کیږي بله مساله دا ده چې دا پیسې په ځای لګول کیږي کنه او دویمه مساله چې حیاتي ارزښت لري هغه دا ده چې دا مرستې څومره اغیزمن دي ایا هغه هدف چې امریکا غوښتل ترلاسه کړی کنه."

په همدې حال کې افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې له کړکیچونو سره سره لا هم پاکستان د امریکا یو مهم همکار دی او هېواد یې د پاکستان همکارېو ته اړتیا لري.

خو د ملي شورا یو شمېر غړي وایي چې اسلام اباد تل له ترورېزم سره د مبارزې په پرخه کې دوه ګونی سیاست مخې ته وړی او له ترورېزم سره د مبارزې په پلمې له امریکا مالي مرستې ترلاسه کوي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG