د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

ولسي جرګه د انتخاباتي کمېسیونونو د غوراوي کمېټه غیر قانوني بولي


د انتخاباتي کمېسیونونو د غوراوي کمېټې له جوړېدو وروسته د ولسي جرګې غړي د حکومت دا کار غیر قانوني ګڼي او د دې کمېټې په جوړېدو انتقاد کوي.

د ولسي جرګې د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وکیلانو انتقاد وکړ چې حکومت د دغې جرګې له خوا د انتخاباتي کمېسیونونو د تشکیل او صلاحیتونو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان له رد او یا تصویب مخکي باید دا ډول اقدامات نه وی کړي.

ټاکل شوې ده، ولسي جرګه د دغه فرمان د برخلیک په اړه د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ پرېکړه وکړي.

د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د شنبې ورځ په عمومي غونډه کې په دې اړه وویل:

"د حکومت له خوا د غوراوي کمیټې په عنوان هر ډول اجراات چې د قانون خلاف ترسره کیږي؛ دا حقوقي اړخ نه لري، نو په دې اساس حکومت باید له غیر قانوني اجرااتو اجتناب وکړي."

د انتخاباتي کمیسیونونو غوراوي کمېټه د چهارشنبې په ورځ اعلان شوه.

دین محمد ګران، محمد نادر هوتک، لطف الرحمان سعید، فهیم دشتي، نعیم ایوب زاده، زرقا یفتلي او احمد ضیاء لنګري د دغه اووه کسیزه کمیټې غړي دي.

د ولسمشر د ۸۵ تقنیني فرمان له مخې د دغې کمیټې یو غړی د سترې محکمې د عالي شورا له خوا معرفي کیږي؛ بل یې د اداري او ملکي خدمتونو د کمېسیون له لوري؛ درېیم یې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا؛ یو تن هم د اساسي قانون د څار کمېټې له خوا او درې تنه د مدني ټولنې فعالان دي.

د غوراوي کمېټه په داسې حال کې په کار پیل کوي چې دې کار د ولسي جرګې د غړو تند عکس العملونه را پارولي.

د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي د شنبې په ورځ عمومي غونډې ته د وینا پر مهال د غوراوي کمیټې کار غیر قانوني وباله.

"د انتخاباتو د ګزینش کمېټه چې جوړه شوې ده؛ دا غیر قانوني ده، قانون په ولسي جرګې کې دی تراوسه د قانون په مورد باندې تصمیم نه دی نیول شوی چې دا رد دی که تایید دی او د ګزینش کمېټه کار شروع کوي."

ومو غوښتل چې د ولسي جرګې د غړو د دغو څرګندونو په اړه د حکومت نظر هم واخلو؛ خو له پرلپسي اړیکو وروسته بیا هم ونه توانېدو.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې تردې وړاندې د حراست او ثبات په نوم شورا چې له ځينو پخوانیو جهادي قومندانانو او د مخکیني حکومت د کابینې له غړیو جوړه ده؛ له حکومت غوښتي ترڅو د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG