د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

وحدت: په سرپل کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي


د سرپل والي ظاهر وحدت
د سرپل والي ظاهر وحدت

د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي؛ په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي او عملاً په پنځو ولسوالیو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د سرپل والي ظاهر وحدت ازادي راډیو ته وویل چې د دولت وسله وال مخالفین تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې له خلکو څخه باج اخلي او د هغوی په وسیله خپل جنګي امکانات برابروي.

ښاغلی وحدت سرپل د هغو ولایتونو له ډلې څخه یاد کړ چې تر لوړ امنیتي تهدید لاندې دی؛ دی وايي چې مخالفین همدا اوس په سنچارک، صیاد، سوزمه قلعه ولسوالیو او د مرکز ځینو سیمو کې پراخ فعالیت لري او د کوهستاناتو ولسوالۍ هم په بشپړ ډول د دوی تر کنترول لاندې ده:

"وسله وال مخالفین په ۵ سیمو کې عملاً له افغان امنیتي ځواکونو سره جنګېږي؛ دوی تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې په خلکو ظلم کوي او باج ترې اخلي."

د وحدت په خبره چې وسله وال طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د دولت پر ضد تخریبي کړنې ترسره کوي.

د هغه په خبره، وسله وال مخالفین د خلکو څخه د باج په اخیستو خپل جنګي وسلې او امکانات برابروي.

په ورته وخت کې د سرپل د ولایتي شورا استازي هم په دې ولایت کې د نا امنیو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي چې مرکزي دولت له افغان امنیتي ځواکونو څخه د نا امنو سیمو د بېرته نیولو په برخه کې ملاتړ نه ترسره کوي.

د سرپل د ولایتي شورا یوه غړي اسدالله خرم ازادي راډیو ته وویل چې وسله وال مخالفین همدا اوس په شیرم سیمه کې او د سنچارک په ولسوالۍ کې بې له هېڅ وېرې فعالیت کوي او له خلکو عشر او زکات ټولوي.

خرم وايي، له دې سره چې ژمی دی او باران – واوره ورېږي؛ خو د هوا په سړېدو سره بیا هم نسبت پخوا ته د مخالفینو فعالیتونه زیات شوي:

"له دې سره چې ژمی دی او هوا سړه ده؛ خو بیا هم د مخالفینو فعالیت زیات شوی دی او د دې ولایت په مختلفو سیمو کې په نا ا منۍ لاس پورې کوي."

یاد چارواکي په داسې حال کې په سرپل ولایت کې د نا امنیو له زیاتوالي خبر ورکوي چې هم مهاله په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې هم خلک د نا امنیو له زیاتېدو شکایت کوي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG