د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

"د سولې خبرو کې به د افغان ځواکونو پر لاسته راوړنو معامله ونه شي"


د افغانستان جمهور رییس وايي، د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې او قربانۍ به د سولې په سیاسي پروسه کې له پامه و نه غورځول شي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي، ممکن په نزدې راتلونکې کې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې پیل شي؛ د افغانستان جمهور رییس اشرف غني تاکید کوي چې په دې پروسه کې به د هېواد پر استقلال او د امنیتي ځواکونو پر لاسته راوړنو معامله ونه شي.

ښاغلي غني چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د نوې ودانۍ د پرانېستلو په مراسمو کې خبرې کولي؛ ډاډ ورکړ چې د تروریزم پرضد د

امنیتي ځواکونو مبارزه پر حقه ده او پر قرباینو به یې سترګې پټې نه شي.

اشرف غني وویل، سوله د هرافغان غوښتنه ده، خو د سولې د ټینګښت او د هېوادد د فاع په لاره کې هېڅ ډول بې پروايي د منلو نه ده:

"د سولې ارزو لرو او ټولې هڅې به وکړو. خو افغانستان ساتلو ته باید سراسري اماده ګي واوسي. په دې لاره کې یوه شېبه بې پروايي باید ونه شي.

څه چې مو د وینو په بیه ترلاسه کړي باید قرباني نه شي."

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې شاوخوا لس ورځې مخکې پاکستاني چارواکو؛ ښاغلي غني ته د اسلام اباد د سفر پرمهال ژمنې ورکړي چې ډېر ژر به له طالبانو سره د افغان حکومت خبرې پیل شي.

که څه هم تراوسه د دې خبرو کره نېټه نه ده معلومه؛ خو په هکله یې داسې اندېښنې راولاړې شوي چې ګواکې، په دې مذاکراتو کې به د افغان امنیتي ځواکونو پر لاسته راوړنو معامله وشي.

همدارنګه ښاغلي غني په دولتي ادارو کې پر اصلاحاتو هم تاکید وکړ او ویې ویل چې اوس هم د کورنیو چارو په وزارت کې؛ بېروکراسي شته:

"له بده مرغه اوسنۍ بېروکراسي مو قطعاً د منلو نه ده.

څنګه کیدای شي چې د شهید کورنۍ یوې وثیقي پسې یو کال ګرځي؛ څو مرسته ورسره وشي. دې مواردو ته باید جدي پاملرنه وشي."

د افغانستا ن د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د دې وزارت نوې ودانۍ د امریکا د متحدو ایالاتو، په دوه سوه لس میلیونو دالرو مرستې؛ د حامد کرزي د نړېوال هوايي ډګر لوېديځې څنډې ته جوړه شوې ده.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومی وايي؛ د دې ودانۍ له فعالېدو به د وزارت چارې ښې او له فساد سره به مبارزه تېزه شي:

"تاسې جناب او د افغانستان خلکو ته مو ژمنه دا ده چې دا ودانۍ به د قانون د حاکمیت پر مرکز بدله کړو او د همدې ځایه به د خلکو د حقونو خوندیتوب ته هڅې تیزې کړو."

ویل کیږي چې اداري فساد، بېروکراسي، د قانون نه پلې کېدل او داسې نور هغه څه دي چې د دولتي ادارو چارې یې ټکنۍ کړي دي.

همدارنګه د ولسي جرګې غړي وايي؛ د کورنیو چارو او د فاع په وزارتونو کې د تړونونو چارې شفافي نه دي.

د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو کمیسیون څو ورځې مخکې تایید کړه چې د کورنیو چارو په وزارت کې شاوخوا سل خیالي تړونونه شوي چې بررسي یې ضروري ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG