د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

د پېښور پښتو اکاډمۍ سلګونه نسخې د خرابېدو په حال کې دي


د پېښور د پښتو اکاډمۍ يوه له هغو اکاډميو څخه ده چې د پښتو او پارسي ژبو ډېرې لرغونې قلمي نسخې په کې پرتې دي، خو د اکاډمۍ مسوولين وايي دغه نسخې اوس ډېرې زړې شوې او د خرابېدو په حال کې دي؛ وايي، په دې اړه يې په وار- وار د پوهنتون منتظمينو ته خبردارى ورکړى؛ خو وايي، هغوى د دغو لرغونو ميراثونو د خونديتوب لپاره تر اوسه هېڅ ګامونه نه دي پورته کړي.

په دغو شاوخوا څوارلسنيم سوه پخوانيو قلمي نسخو کې د ختيځ مشهوره حماسه د حکيم ابوالقاسم فردوسي "شاهنامه فردوسي" هم شامله ده چې د سرو زرو په اوبو ليکل شوې ده. د اکاډمۍ مسوولين وايي، څو کاله مخکې يوه ايټاليايي څېړونکي ورڅخه وغوښتل چې د شاهنامې دغه نسخه په څلور سوه زره ډالرو پر خرڅه کړي؛ خو وايي، دوى ور نه کړه او اوس دغه شاهکار هم د ورستېدو په حال کې د خزندو د خوراک په تمه پرته ده.

د پښتو اکاډمۍ مشر نصرالله وزير وايي؛ په دغو نسخو کې د پښتو د نومياليو صوفي او کلاسيکو شاعرانو عبدالرحمان بابا، عبدالحميد مومند او خوشال خان خټک د شاعرۍ نسخې هم موجودې دي؛ د ده په وينا چې دغه نسخې د وخت په تېرېدو سره لا پسې ورستیږي او د وَينو شومه کېږي؛ وايي، که يې د خوندي کېدو غم ونه خوړل شي؛ نو دغه نسخې به ټولې په بشپړه توګه خوړينې او ايره شي:

"له موږ سره يقيناً دغه څوارلسنيم سوه نسخې دي؛ په هغوى کې ٣٨٠ څه وخت مخکې د يوسېډ د پروژې له مخې خوندي شوې او سافټ کاپۍ يې جوړې شوې وې؛ خو نورې چې دي د هغوى نه سافټ کاپۍ جوړې شوې دي او نه يې د خوندي کار شوى؛ يقيناً به ځينې خرابې شوې وې او نورې هم د موسمي اثراتو له امله له خطر سره مخامخ دي."

نصرالله وزير وايي، په دې اړه يې د پوهنتون له ریيس سره هم ليدلي او هغه يې د دغو لرغونيو آثارو له ارزښت او د هغوى له خراب حالته هم خبر کړى او د دغو نسخو د خونديتوب لپاره يې د لګښت اندازه ټاکلې او د رجسټرار او خزانې دفترونو ته يې هم ورلېږلې ده؛ ځکه چې وايي، اکاډمۍ د دې توان نه لري چې له خپلې بودجې دغه لګښت پر غاړه واخلي.

ده زیاته کړه چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته يې هم اندېښنه وړاندې کړې؛ خو هغوى تر اوسه ورته د ډاډ وړ ځواب نه دى ورکړى:

"په نږدې وخت کې زه کابل ته تللى وم؛ هغوى ته مې وويل، جهاني صاحب او د سرحداتو وزير منګل صاحب ته مې هم وويل چې که تاسې په اکېډمۍ کې دننه د دغو نسخو د خوندي کولو لپاره څه مرسته راسره کولاى شئ؛ خو هغوى خپلې څه ستونزې هم لرلې؛ نه يې وعده وکړه نه يې انکار وکړ، تر اوسه يې څه مثبت ځواب نه دى راکړى."

د اکاډمۍ مشر ښاغلى وزير وايي، دوى د اکاډمۍ له خوا په پېښور کې د ايران له کونسلګرۍ سره هم د دغو نسخو د خوندي کولو په برخه کې د مرستې لپاره تماس نيولى؛ هغوى ورڅخه غوښتنه کړې چې دغه نسخې دي دوى ته ور وسپاري؛ خو وايي، د اکاډمۍ اصول چاته د دغو نسخو د ورسپارلو اجازه نه ورکوي.

د وزير په وینا، د لوړو زدکړو کميشن ته يې هم د دغو نسخو په اړه خپله اندېښنه رسولې او له هغوى څخه يې په دې برخه کې د ګړنديو ګامونو اخيستلو غوښتنه کړې ده.

د پښتو ژبې نوميالى شاعر او د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د پښتو ادبياتو د پوهنځي مشر اباسين يوسفزى وايي؛ د دغو لرغونو نسخو د خونديتوب لپاره پښتو اکاډمۍ د امريکا له مرستندويې ادارې "يو. اېس. اېډ" سره هم يو تړون کړى وو؛ خو وايي، د ځينو مهمو انتظامي سببونو په اساس دغه پروژه هم په ټپه ودرېده.

ښاغلى اباسين وايي، پښتو اکاډمۍ چې د دغو نسخو د خوندي کولو توان او بودجه نه لري؛ نو ښه به دا وي چې د پوهنتون مرکزي کتابتون يا د پښتونخوا لرغونتون (ارکايوز) ادارې ته يې وسپاري.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG