د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

اروپايي ټولنه د ۳ هېوادونو له ویزو پر د سفر په اړه غور کوي


د اروپايي کمېسیون مشر وايي اروپايي اتحادیه باید د اوکراین، ګرجستان او کوسوو اتباعوته چې دغه درې واړه هېوادونه روسیې سره لانجه لري؛ په شینګن زون کې پرته له ویزې د لنډ مهاله پاته کېدو د سفرونو اجازه ورکړي.

داروپایی کومیسیون مشر "جین کلوډ یونکر" Jean-Claude Juncker په بروسلز کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو له یوې غونډې وروسته وویل چې اروپايي کمېسیون د ویزو د لیرې کولو په برخه کې مثبت دریځ غوره کړ او اروپايي مشرانو ته یې وړاندیز وکړ چې د دغو درېیوو هېوادونو اوکراین، ګرجستان او کووسوو د ویزو د لېرې کولو لپاره چټکو پرېکړو ته مخه کړي.

که چېرې دغه وړاندیز د اروپايي اتحادیې هېوادونو او اروپايي پارلمان له خوا ومنل شي؛ نو په راتلونکي ۲۰۱۶ کال کې به چې دوه اونۍ یې پیل ته پاته دي؛ د دغو درېیواړو هېوادونو اتباع اروپايي اتحادیې ته له ویزو پرته سفر کولای شي.

اروپايي کمیسیون وویل چې ګرجستان او اوکراین د ویزې پرته سفر ټول شرایط ترسره کړي؛ خو کوسوو ښايي د اداري فساد او جرایمو د مخنیوي په برخه کې اته غوښتنې ترسره کړي.

په بروسلز کې سرچینې وایي؛ په داسې حال کې چې اروپايي پارلمان د ویزې د لیرې کولو دغه غوښتنه ومني؛ د ځینو هېوادونو لپاره به يې منل په ځانګړې توګه د اوکراین په اړه ګران وي.

په جرمني کې داسې اندېښنې شته چې که ویزې لېرې شي؛ نو د اوروپايي اتحادیې هېوادونو ته به د کډوالو د ورتګ څپه لا زور ونیسي.

خو د جرمني صدراعظمې په بروسلز کې د اروپايي اتحاديې د مشرانو پرونۍ غونډې ته وویل چې د کډوالو بحران د اوکراین په اړه پرېکړې باندې تاثیر نه شي کولای:

"په اروپايي اتحادیه کې د کډوالو اوسنی بحران د اوکراین د هغه زیار په ارتباط پرېکړې باندې څه تاثیر نه شي کولی چې غواړي ویزې ورڅخه لیرې کړای شي.

البته موږ په جرمني کې د اوروپايي کومیسیون دغه وړاندیز او رپوټونه یې ډېر جدي نیسو او په دې موضوع کې پرمخ ځو."

د اوکراین او ګرجستان په اړه د اروپايي کیمسیون رپوټونه د تېرې چهارشنبې په ورځ وروسته له دې خپاره شول چې د اوکراین جمهور رییس د پاته اختلافاتو د حل لپاره په بروسلز کې د اورپايي شورا رییس ډونالد توسک او د اروپايي کمیسون له مشر جین کلود یونکر سره غونډه وکړه.

XS
SM
MD
LG