د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د مهاجرینو شمېر ۶ میلیونو ته ورسېد


د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې په خپل کلني راپور کې لیکلي دي چې روان میلادي کال تر بل هر وخت په نړۍ کې ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي او یا نورو هېوادونو ته مهاجر شوي دي.

ملګري ملتونه وایي، د هغو کسانو شمېر چې په نړۍ کې د جګړو او ناامنیو له امله بې ځایه شوي دي په روان کال کې ۶۰ میلیونو ته ورسېد.

په دې شمېر کې هغه ۲۲ لکه هم شامل دي چې د جګړو او زورزیاتیو له امله مهاجر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې په وینا دوه نیم میلیونه کډوال په جرمني کې د پناه اخیستلو انتظار کوي او د روان کال په لومړۍ نیمایي کې روسیې او امریکا ته نېږدې پنځه لکه کسان ورغلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په خپل راپور کې ویلي دي چې د لومړي ځل لپاره روان کال د کډوالو او بې ځایه شویو شمېر په نړۍ کې دومره لوړ شوی دی او د دغې احصایې له مخې په هرو یو ۱۲۲ کسانو کې یو تن د خپل کور پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

د روان کال په نیمایي کې نېږدې ۳۴ میلیونه بې ځایه شوي وو چې دا شمېر د تېر کال په پرتله دوه میلیونه زیاتوالی ښیي.

یمن چې د مارچ په میاشت کې جګړې په کې پیل شوې تر بل هر وخت ډېر بې ځایه شوي لري، په دغه هېواد کې د بې ځایه شویو شمېر تر نهه لکه او ۳۰ زره اوښتی دی.

په عربي هېوادونو کې تر ټولو ډېر بې ځایه شوي د سوریې دي. په دغه هېواد کې په ۲۰۱۱ کال کې جګړه پیل شوه چې د دې جګړې له امله تر اوسه څلور میلیونه او دوه لکه سوریایان مهاجر شوي دي او اووه میلیونه او شپږ لکه نور سوریایان په سوریې کې دننه بې کوره شوي دي.

په اروپا کې بیا اوکراین ډېر کډوال لري. په دغه هېواد کې چې تېر کال اپرېل کې جګړې پیل شوې نېږدې اته لکه او ۴۰ زره کسان یې کډوالۍ ته اړ ایستل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په راپور کې افغانستان، سوېلي سوډان، بروندي، د مرکزي افریقا جمهوریت، کانګو او عراق هم هغه هېوادونه یاد شوي دي چې ډېر کسان په کې روان میلادي کال یا مهاجر شوي او یا په کور دننه بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG