د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د "افغانستان د حراست او ثبات شورا" نن خپل موجودیت اعلان کړ


د افغانستان د حراست او ثبات شورا غړو نن جمعه د خپل موجودیت په اعلان غونډه کې د افغانستان روان امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او په اساسي قانون کې یې د یو لړ بدلونونو د راوستلو لپاره د لویې جرګې او انتخاباتو په ترسره کېدو ټينګار وکړ.

نوموړې شورا چې د پخوانیو جهادي رهبرانو او د حامد کرزي د حکومت د کابینې له یو شمېر غړو جوړه شوې د ولسي جرګې د انتخاباتو ترسره کول، په انتخاباتي نظام او امنیتي سکتور کې بنسټيز اصلاحات، په اساسي قانون کې د یو لړ بدلونونو راوستل، په ټاکلې موده کې د لویې جرګې جوړېدل، د سولې په پروسه کې خلکو ته د ونډې ورکول او له ترورېزم سره جدي مبارزه یې له اساسي غوښتنو څخه شمېرل کېږي.

د افغانستان د حراست او ثبات شورا په لومړنۍ غونډه کې ټينګار وکړ چې د یادې شورا په جوړولو سره د نظام د سقوط په لټه کې نه دي بلکې په نظام کې بنسټيز اصلاحات غواړي.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د وینا پر مهال وویل چې حکومت باید له خپلو ژمنو سره سم انتخابات او په اساسي قانون کې د بدلونونو د راوستلو لپاره لویه جرګه دایره کړي.

"موږ د انتخاباتو پلوي یو چې دوی ویلي وو، موږ د اساسي قانون د لویې جرګې پلوي یو چې دوی ژمنه کړې، دوی خپله باید د اساسي قانون لویه جرګه وغواړي، که چېرې په دې کې ځنډ راځي او په خپل وخت نه ترسره کېږي، خلک به د بدیلو لارو په لټه کې شي چې په بدیلو لارو کې بیا ممکن خوږې او ترخې بدیلې لارې مطرح شي خو موږ نه غواړو چې افغانستان هغه سرحد ته ورسېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت د جوړېدو د تفاهم لیک له مخې حکومت باید په اساسي قانون کې بدلون راولي او پر صدارتي نظام د ریاستي نظام د بدلولو په مقصد تر دوو کلونو پورې لویه جرګه جوړه کړي.

ښاغلي سیاف همدارنګه ټينګار وکړ چې که چېري د ملي یووالي حکومت مشران په خپلو ژمنو عملي ونه کړي او د افغانستان روان وضعیت ته پام ونه کړي ستونزې به له دې ډېرې او له کنټرول څخه ووځي.

په ورته وخت کې د دې شورا په ناسته کې همدارنګه د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني وویل چې داسې هڅې روانې دي چې افغانستان د ترورېزم په مرکز بدل کړي.

ښاغلي قانوني زیاته کړه:

"په سیمه او د افغانستان په ګاونډ کې داسې دسیسې موجودې دي چې غواړي افغانستان د ترورېزم په پایتخت بدل کړي، موږ وایو چې اندېښنې موجودې دي خو په ورته وخت کې هیله مند یو چې حل لارې هم موجودې دي."

بلخوا د دې شورا غړي او پخواني جهادي مشر محمد اسماعیل خان په دې غونډه کې اندېښنه وښوده چې که چېري د افغانستان روانو ستونزو ته پاملرنه ونه شي نو د راتلونکي کال په پسرلي کې به افغانستان له جدي امینتي ستونزو سره مخامخ شي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست، د دې شورا د غړو څرګندونو ته په پام سره، ډاډ ورکوي چې حکومت په خپلو کړو ژمنو ولاړ دی.

خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"کومو موضوعاتو ته چې اشاره وشوه، موږ تل هغه ژمنې چې خلکو ته ورته کړي کارونه پیل شوي دي، لومړی انتخاباتي نظام اصلاح شي دویم په هغه اساس به د ملي شورا لو ولسوالیو انتخابات ترسره شي او ورپسې به د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه هم ترسره شي."

د دې ټولو تر څنګ د افغانستان د حراست او ثبات شورا ټينګار کوي چې که چېري حکومت په خپلو ژمنو عمل ونه کړي او د اساسي قانون د ځینو برخو د بدلون لپاره لویه جرګه دایره نه کړي دا کار به د راتلونکي کال په وږې یا سنبلې میاشت کې د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG