د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

ننګرهار کې د ملي پيوستون ۷۷ پروژې بشپړې شوې


انځور تزئیني بڼه لري (آرشیف)
انځور تزئیني بڼه لري (آرشیف)

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزير انجنيرعبدالنصير د پنجشنبې په ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د ملي پيوستون ۷۷ پروژې چې په بېلابېلو ولسوالیو کې ترسره شوې وې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

ښاغلي عبدالنصير د دغو پروژو په پرانیستغونډه کې وویل کې ننګرهار ته د سفر څخه يې موخه د یادو پروژو ګټې اخیستنې ته سپارل او همدارنګه د کارموندنې پروژې پرانیستنه ده.

هغه وايي:

"د دې سفر نه مو لومړی هدف د هغو ۷۷ پروژو ګټې اخیستنې ته سپارل و چې د ۱۱۰ ميلیونه افغانیو په ارزښت جوړې شوې او دویم هدف مو د سفر نه داده چې ښاغلی ولسمشر په ټول هېواد کې د کار مومندنې پروګرام د پيل خبر ورکړی چې د دې پروګرام دا دی نن مو په ننګرهار او په خاص ډول سراچه کلي کې وکړ."

بلخوا د ننګرهار والي سلیم خان کندزي خوښي ښکاره کړه چې د هېواد په کچه د کارموندنې د دغه لوی پروګرام پيل له ننګرهاره وشو.

ده دې پر دې خبرې له ټینګار سره چې د دغه پروګرام له لارې به څه باندې شپږ زره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، وویل:

"دا د خوښۍ ځای دی چې د کار مومندنې پروګرام پيل له ننګرهاره وشو او چې دې پروګرام لپاره ۲۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي او په دې پروګرامونو کې به له شپږو زرو څخه ډېر کسان مصروفه شي."

د کلیو او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې د کار مومندنې پروګرام لپاره ۲۳۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي چې د دې پروګرام پروژې لنډ مهاله دي.

دغه وزارت په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د ۱۸.۶ ميليونو ډالرو په ارزښت په ننګرهار کې بېلابېلې پروژې ترسره کړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG