د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

ترکي ځواکونو د کردي یاغیانو خلاف خپلو عملیاتو ته زور ورکړی


ترکي ځواکونو د هېواد په جنوب ختیځ کې د کردي یاغیانو خلاف خپلو عملیاتو ته زور ورکړی دی.

وروسته له دې چې په تېر جولای میاشت کې د دولت او د کردستان د کارګرانو د ګوند ترمنځ اوربند مات شو؛ د ترکیې جنوب ختیځ کې چې اکثر اوسیدونکي يې کردان دي د دغه ګوند د جنګیالو او دولتي قوتونو ترمنځ نښتې پیل شوې.

صدراعظم احمد داوود اوغلو ژمنه کړې چې د کردستان د کارګرانو ګوند ته به اجازه ورنه کړي چې د سوريي او عراق څخه د جګړې د اور لمن ترکیې ته راوغځوي.

هغه وویل چې د سیمې په ښارونو کې به امنیت او دولتي واک ټینګ کړي.

بل خوا د ترکیې اردو اعلان وکړ چې اته کسه کرد جنګیالي د سې شبنې په ورځ وروسته له دې ووژل شول چې د عملیاتو په ترڅ کې یې په سرتېرو ډزې وکړې.

د عراق پولو ته نږدې د سیلوپي ښارګوټي اوسیدونکو وویل چې د چهارشنبې په ورځ د دوی په ښار کې د چاودنو غږونه واوریدل شول او په پارلمان کې د ولسي دیمو کراتیک ګوند استازو وویل چې امنیتي ځواکونو په کورونو یرغل پيل کړ.

دغه ګوند د کردان پلوي دی او دآیکان ارمز په نامه یو غړي یې په ټویټر کې کې ولیکل:

"په سیلوپي کې عسکرو او پولیسو د کورونو دروازې ماتې کړې او یرغل یې پرې وکړ."

هغه یو عکس هم خپور کړ چې په کې لسګونه عسکر د یوه سړک تر غاړی لیدل کیږي.

د سیلوپي د ښار یوه اوسیدنکې چې نه يې غوښتل نوم یې واخېستل شي د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د شپې له خوا موږ د توپونو ډزې واوریدلې خو موږ نه شو کولای چې بهر ولاړ شو او وګورو چې څه خبره ده ان له برنډې کتل هم خطرناک دي.

یو بل کس د دوشنبې په ورځ د سوریې پولو نږدې په یوې نښتې کې وژل شوی دی.

بل خوا د خبرتورک ورځپاڼې وویل چې ۱۰زره پولیس او ژاندرما ځواکونه د کردانو د کاریګرو ګوند خلاف پراخو عملیاتو ته ګمارل شوي دي او هغه مورچې او پاټکونه چې دغه ګوند په ښاري سیمو کې ایجاد کړي لرې کوي.

XS
SM
MD
LG