د افغانستان دفاع وزارت چارواکي دا مني چې د دولت وسله والو مخالفینو روان میلادي کال کې په افغانستان کې خپلو وسله والو فعالیتونو ته زور ورکړی او په دغه کال کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات هم نسبتاً ډېر وو.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري دا خبره د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په مرکه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د امریکا د دفاع وزارت د وروستي راپور په غبرګون کې وکړه.
د پنټاګون په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۵ کال په وروستۍ نیمایي کې د افغانستان امنیتي وضعیت ډېر خراب و او په دغه هېواد کې تاوتریخوالی او نا امني په ډېرېدو ده.
د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وایي، روان میلادي کال کې په وسله والو حملو کې له زیاتوالي سره-سره د دولت وسله وال مخالفین ونه توانېدل د افغانستان په کومه سیمه کې ځانونو ته دایمي اډې جوړې کړي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تایید کړه چې وسله والو مخالفینو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د پخوا په پرتله خپلې حملې زیاتې کړې وې او په خبره یې له همدې امله د افغان ځواکونو تلفات هم زیات وو.
ښاغلي وزیري زیاته کړه:
"د ۲۰۱۴ کال په پرتله د ۲۰۱۵ کال په پسرلي او اوړي کې د مخالفینو فشار او حملې زیاتې وې. نو په رښتیا هم چې زموږ تلفات د تېر کال په پرتله زیات دي، نسبي البته."
ښاغلي وزیري دا ونه ویل چې افغان ځواکونو په روان میلادي کال کې څومره تلفات درلودل.
دی زیاتوي چې وسله والو مخالفینو پلان درلود څو د روان کال په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۶۰ ولسوالیو ته سقوط ورکړي، خو په خبره یې دوی په خپل دې هدف کې پاتې راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر د امریکا کانګرس ته د یوه راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې د روان میلادي کال په دوهمه نیمایي کې د افغانستان امنیتي وضعیت ډېر خراب بللی دی.
ښاغلي کارټر په خپل وروستي راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی او ناامني په ډېرېدو ده او د بهرنیو سرتېرو په کمېدو سره په افغانستان کې د وسله والو طالبانو حملو زور اخیستی دی.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې وسله وال طالبان وتوانېدل په روان میلادي کال کې داسې حملې وکړي چې په پایله کې یې د افغان ځواکونو تلفات ډېر شوو.
د امریکا دفاع وزارت لیکي، د طالبانو مقاومت د امریکا په مشرۍ ائتلاف او هم افغان ځواکونو ته یو پرله پسې ګواښ بلل کېږي او هم د افغانستان خلک ګواښي.
د دفاعي کمېسیون غړي علي اکبر قاسمي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې روان میلادي کال کې په افغانستان کې د وسله والو حملې زیاتې وې او افغان ځواکونو زیات تلفات وګالل؟ وویل په سمه توګه د نړېوالو له خوا د افغان ځواکونو نه تجهیزول تر ټولو لوی لامل دی.
ښاغلي قاسمي زیاته کړه:
"په دې کې هېڅ شک نه شته چې افغانستان له یوې اوږد مهالې جګړې سره مخامخ دی. لکه څرنګه چې لازمه وه یوه محاربوي قطعه رامنځ ته شي او له عصري وسلو سره مجهز شي، دا کار ونه شو. طبیعي ده چې افغان ځواکونه به ډېرې امنیتي ستونزې په مخ کې ولري."
د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل وایي، په افغانستان کې ناامني او تاوتریخوالی ځکه زیات شوی چې له یوې خوا زیاته برخه بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي او بل لور ته جګړه د افغانستان نورو سیمو ته هم پراخه شوې ده.
دی سپارښتنه کوي چې د دې ستونزې هوارولو لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې افغان ځواکونه خپل تر منځ همغږي ښه کړي او د حکومت له خوا یو سالم مدیریت رامنځ ته شي.