د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

نواز شريف: ضرب عضب عملياتو په ترهګرو کې ملا ماته کړې


د پاکستان صدراعظم نواز شريف وايي چې په ضرب عضب پوځي عملياتو کې يې د ترهګرو ملا ماته کړې ده او ډېر ژر به له دې هېواده د ترهګرو ټغر ورټول کړي.

نوموړي زياته کړه، تېر کال د ډسمبر په ١٦مه نېټه په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د وسله والو بريد د دې هېواد ټول سياسي او پوځي مشران د ترهګرۍ او ترهګرو د ځپلو لپاره يوه خوله کړل او په ګډه مو د علم د رڼا د مخنیوي کوونکو پر ضد جدي ګامونه واخیستل.

ښاغلي شريف دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د پېښور په پوځي ښوونځي کې هغې غونډې ته وکړې چې د دغه ښوونځي د وژل شویو زده کوونکو د لومړي تلين په لړ کې جوړه شوې وه.

په دغې غونډه کې پر صدراعظم شريف سربېره د پاکستاني پوځ مشر، د دې هېواد د سياسي ګوندونو مشرانو او ګڼ شمېر جګپوړو چارواکو ګډون کړى وو.

ښاغلي شريف د تعليم دښمنان، د انسانيت دښمنان وبلل او زياته يې کړه چې د ډسمبر ١٦ مه نېټه به هر کال په پاکستان کې د تعليم د ترلاسه کولو د عزم د ورځې په توګه نمانځل کېږي.

صدراعظم شريف دغې غونډې ته په وينا کې پر پوځي ښوونځي د وسله والو بريد د پاکستان د تاريخ تر ټولو توره ورځ وبلله او ويې ويل چې دغې پېښې ټول ولس ولړزاوه، موږ يې غیر معمولي پرېکړو کولو ته اړ کړو او د ترهګرۍ د ريښې اېستلو لپاره يې يوه خوله کړو.

نوموړي افغان پولي ته څېرمه په شمالي وزيرستان او يو شمېر نورو قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو يادونه وکړه او ويې ويل:

"په ضرب عضب عملياتو کې مو د ترهګرو ملا ماته کړې ده، د هغوى پټنځايونه، روزنځایونه او زيربناوې تباه شوې دي او انشاء الله هغه ورځ لیرې نه ده چې ترهګري او د علم د شمعې د وژونکو او د تياره خورونکو وجود به د تل لپاره له منځه وېوړل شي."

ښاغلي شريف همداراز د پوځي ښوونځي د شهيدو زده کوونکو په ياد د يوه پوهنتون جوړولو اعلان هم وکړ او د هغوى کورنيو ته يې مډالونه او يو لړ مرستې هم ورکړې.

د يادونې وړ ده چې د تېر کال ډسمبر په ١٦مه په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د بريد لومړي کال د نمانځلو لپاره په پاکستان، په ځانګړي توګه په خیبر پښتونخوا کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي وو او د دې ايالت په ګډون د پاکستان په ډېرى سيمو کې رخصتي وه او تعليمي ادارې تړلې وې.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG