د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د ترورېزم پر ضد د ۳۴ اسلامي هېوادونو پوځي ائتلاف جوړ شو


د تروریزم پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف کې یو شمېر عربي، افریقایي او اسیایي هېوادونه شامل دي او د سعودي دفاع وزیر وایي چې په افغانستان کې به هم د ترورېستانو پر ضد د دې ائتلاف له لارې عملیات وشي.

ترکیه چې له پوځي اړخه د دې ائتلاف تر ټولو پیاوړی غړی ګڼل کېږي، دا ائتلاف ستایي او جرمني چې په وروستیو کې یې د امریکا دا وړاندیز رد کړ چې د داعش پر ضد پوځي هلې ځلې زیاتې کړي، د سعودي په مشرۍ ائتلاف ستایي، خو پر پراخېدو یې ټینګار کوي.

جرمني او ترکیې د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۴ هېوادونو تروریزم ضد ائتلاف وستایه.

د جرمني دفاع وزیرې "ارسلا وان ډېر لیین" د جرمني خبرې اژانس ته د خبرو پر مهال د دې ائتلاف ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا به ګټه وکړي چې له دې ائتلاف سره نور هېوادونه هم یو ځای شي.

بل لور ته د ترکیې صدراعظم احمد داوود اوغلو وویل چې دا یو ښه اقدام دی او په سم مسیر روان شوی دی.

د سعودي عربستان دفاع وزیر شهزاده محمد بن سلمان نن په ریاض کې رسنیو ته د دې ائتلاف په اړه وویل:

"فکر کوم چې هغه بیان به مو لیدلی وي چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو تر منځ د ائتلاف خبر ورکوي چې په دې کې د اسلامي نړۍ اکثریت راغونډ شوی دي، څو تررویزم وځپي. دا د اسلامي نړۍ د غوښتنې له مخې جوړ شوی دی، څو دا ناروغي چې پر اسلامۍ نړۍ یې ناوړه اغېز تر نړېوالې ټولنې ډېر دی. نو د عملیاتو مرکز په ریاض کې د تروریزم د ځپلو لپاره پرانیستل کېږي، څو له دې ځایه په ټولې اسلامي نړۍ کې د تروریزم پر ضد هڅو ملاتړ وشي او له دې ځایه دا هڅې تنظیم شي."

په دې ائتلاف کې، سعودي عربستان، اردن، عربي متحد امارات، پاکستان، بحرین، بنګله دېش، بنین، ترکیه، توګو، تونس، جیبوتي، سینګال، سودان، سېرالیون، سومالیا، ګابون، غینیا، د القمر ټاپوګان، قطر، کوت دي وار، کویت، لبنان، لیبیا، مالدیف، مالي، مالیزیا، مصر، المغرب، موریتانیا، نیجر، نایجریا، یمن او اوګندا شامل دي. فلسطین هم د دې ایتلاف غړی دی.

د سعودي دفاع وزیر په نننۍ خبري غونډه کې هغو هېوادونو ته چې له تررویزمه ځورېږي اشاره وکړه او ویې ویل:

"نن چې کوم هېوادونه له تروریزم څخه کړېږي، مثلاً داعش په سوریې او عراق کې، تروریزم په سینا کې، تروریزم په یمن کې، تروریزم په لیبیا کې، ترورزم په مالي کې، تروریزم په نایجبریا کې، ترورزم په پاکستان کې، تروریزم په افغانستان کې، نو د دې لپاره جدي پیاوړې هڅې په کار دي، د همدې هڅو لپاره دا ائتلاف جوړ شوی دی."

په ریاض کې یوه خبریال له شهزاده محمد څخه پوښتنه وکړه چې د دې ائتلاف هدف یوازې د اسلامي دولت ډله ده؟ ده په ځواب کې وویل:

"هره ترورېستي ډله چې مخې ته راځي د هغې پر ضد لاس په کار کېږو."

د سعودي دفاع وزیر زیاته کړه چې دا ائتلاف به په عراق، سوریه، لیبیا، مصر او افغانستان کې پوځي عملیات همغږي کړي، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

XS
SM
MD
LG