د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

"په شانګهای سازمان کې دې د افغانستان د دایمي غړیتوب غوښتنه وشي"


د افغانستان مشرانو جرګه د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان دایمي غړیتوب د دغه هېواد په ګټه بولي.

د افغانستان مشرانو جرګه د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د پیاوړو سیمه ییزو هېوادونو غړیتوب ته په کتو له ملي وحدت حکومت څخه غواړي؛ څو په دغه سازمان کې د افغانستان د بشپړغړیتوب لپاره هڅې وکړي.

د دغه جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار چې د سې شنبې ورځې د غونډې مشري یې کوله وویل چې په یاد سازمان کې د افغانستان غړیتوب له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ګټور تمامیږي:

"د شانګهای په مهم سیمه ییز سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د مسالې په اړه باید غوښتنه وشي او د دې لپاره باید هڅې وشي؛ څو افغانستان و منل شي."

په همدې حال کې د مشرانو جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون غړي "نثار حارث" وویل چې د دغه سازمان غړي افغانستان ته د بشپړ غړیتوب د ورکولو غوښتونکي دي او په وینا یې افغان حکومت باید له دې خبرې تېر نه شي:

"روسي چارواکو ډېره زیاته لېوالتیا درلوده؛ څو افغانستان د شانګهای د سازمان غړیتوب تر لاسه کړي. موږ هیله من یو چې دا موضوع هلته مطرح او حل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت د اجراییه رییس په مشرۍ یو پلاوی په چین کې دی او د دغه سازمان په څوارلسمه سرمشریزه کې برخه لري.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي آزادي راډيو ته وویل؛ ښاغلی عبدالله به د شانګهای سرمشریزې ته د وینا پر مهال په سیمه کې د افغانستان پر اهمیت او په دغه سازمان کې یې پر بشپړغړیتوب ټینګار وکړي.

د شانګهای د همکاری سازمان د رامنځ ته کېدو طرحه په سیمه ییزه کچه په امنیتي؛ اقتصادي او فرهنګي چارو کې د همکاریو په هدف په ۱۹۹۶ کال کې رامنځ ته شوه. خو په ۲۰۰۱ میلادي کال کې رسماً جوړ شو.

افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د دې سازمان په غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون کوي.

د شانګهای د همکاریو په سازمان کې روسيه، چين، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان غړيتوب لري او افغانستان، پاکستان، هند، ايران، بېلاروس او منګوليا هم د څارونکو په توګه د دې سازمان په غونډو کې ګډون کوي.

په همدې حال کې پخوانی افغان ډیپلوماټ او د سیاسي چارو کارپوه اکبر اوریا وایي؛ د شانګهای په سازمان کې د افغانستان غړیتوب نه یوازې مهم دی؛ بلکې ورته حیاتي ارزښت لري:

"د شانګهای د همکاری په سازمان کې د افغانستان عضویت یوه حیاتي مساله ده؛ باید افغان حکومت د خپلې سیمه ییز تړاو په خاطر په دې هکله ډېر کوښښ وکړي."

دی زیاتوي چې افغانستان د دغه سازمان د درېیو پیاوړو غړیو لکه روسیې، چین او هند تر منځ پروت دی؛ نو ځکه د دغه سازمان له هر ډول پرېکړو اغیزمن کیدای شي.

خو د چارو بل کارپوه او د پوهتون استاد عبدالله واحدیار په دې نظر دی؛ که افغان دولت ښه مدیریت رامنځ ته کړي؛ نو کولای شي په یوه وخت هم د ناټو او هم شانګهای په څېر سازمانونو همکاري راجلب او د ملي ګټې لپاره ورڅخه استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG