د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

"په بلغاریا کې دې له کډوالو سره بد چلند پای ته ورسېږي"


د بښنې نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې د بلغاریا له چارواکو غوښتي چې په دې هېواد کې له هغو کډوالو سره ناسم چلن پای ته ورسوي چې ختیځې اروپا ته د رسېدو په تکل له دې هېواده تیریږي.

د بښنې نړېوال سازمان له بلغاریايي چارواکو څخه غوښتي چې د کډوالو له خوا د هغو شکایتونه څېړنه دې وکړي چې وايي؛ د پولیسو له خوا ډبول شوي؛ ډزې پرې شوي او لوټل شوي دي.

د احمد په نوم یو یوویشت کلن افغان د بښنې نړېوال سازمان ته ویلي:

"پولیسو په بلغاریايي ژبه پر ما نارې کړې چې دلته راشه. چې ورلنډ شوم ټوپک یې راته ونیوه او پر مخ یې ګوازار راکړ.

زه چې پریوتم په یو بل دوه پنځوس کلن افغان سړي پسې ورغلل او هغه یې ډېر بد وواهه. د هغه له پوزې او خولې وینې روانې شوې."

احمد ویلي ټول هغه کسان چې له بلغاریا څخه تیریږي او د سربیا سرحد ته رسیږي؛ د بلغاریا د پولیسو له خوا وهل شوي ډبول شوې دي.

د بښنې نړېوال سازمان وايي، له تېرو څو اونیو راهیسې ورته پرلپسې له کډوالو سره د بلغاریايي پولیسو د ناسم چلن په اړه راپورونه وررسیږي چې کډوال وهي ډبوي؛ ځوروي یې او له هغوی څخه پسې او موبایل ټیلفونونه اخلي.

د بښنې نړېوال سازمان د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمیشنرۍ د یو راپور په حواله وايي چې اوس هم له بلغاریا څخه د ورځې دوه سوه کسان په سربیا کې د کډوالو کمپ ته رسیږي چې له دوی څخه ډیر یې د بلغاریايي پولیسو د ناوړه چلن له کبله ژوبل او ناسم روغتیايي وضیعت کې وي.

په سربیا کې له کډوالو سره یو مرسته کوونکي رضا کار د بښنې نړېوال سازمان ته ویلي ما د ډېرو په وجود نا رغیدلې ټپونه؛ داغونه او سوڅېدنې ولیدې.

ټول هغه خلک چې ما ورسره خبرې کړي وايي چې پولیسو د ګوتو نښو اخیستو ته مجبورول. دا رضا کار وايي کډوالو ورته ویلي چې بلغاریايي پولیسو دوی وهل ډبول؛ په ځنځیرونه یې تړل؛ وحشي سپې یې پسې خوشې کول او په برقي ډنډو یې وهل.

د بښنې نړېوال سازمان وايي، په بلغاریا کې له کډوالو سره تقریباً د پولیسو چلن یو ډول دی. کډوال پولیسو سره مخ کیږي. ډېره کله یې هغوی وهې ډبوي. موبایل ټیلفونونه او نور قیمتي شیان ترې اخلي او بیا یې د کډوالو د ساتنې مرکزونو هه چې زندانونو ته ورته دي استوي.

دا سازمان وايي چې لسګونه لیکلي راپورونه او د کډوالو له خولې نقل شوي ویډیويي داستانونه چې ډېر یې افغان او پاکستاني کډوال دي؛ دوی ته رسېدلي دي او له ټولو څرګندیږي چې د بلغاریايي پولیسو چلن ځورونکی دی.

د بښنې نړېوال سازمان په خپلې اعلامیې کې پر بلغاریايي چارواکو غږ کړی چې سمدستي دې د کډوالو سره د خپلو پولیسو د ناسم چلن په اړه خپلواکې څیړنې وکړي او نتیجه دې اعلان کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې بېرته ترکیې ته په زوره د کډوالو په شا تنبول او نورې ځورونې لا هم دغلته د اندېښنې وړ دي.

همدارنګه د پولیسو له خوا د اکټوبر په پنځلسمه په ‌ډزو د یو افغان کډوال وژنه؛ د دوو یزدي کډوالو نا څرګند مرګ چې بېرته ترکیې ته اړول شوي او ځینې نورې پېښې هغه څه دي چې لا یې هم په اړه څیړنې نه دي پیل شوې.

بلغاریا د بالکان له هېوادونو څخه دی چې له ۲۰۰۷م کال راهیسې د اروپايي ټولنې غړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG